د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

ربانې د سولې په برخه کې د ډاکټر عبداله څرګندنې غیر منطقي وبللې


د سولې عالي شورا وايي، چې د نړېوالو ملاتړ د سولې هلې ځلې چټکې کولای شي.
د سولې عالي شورا وايي، چې د نړېوالو ملاتړ د سولې هلې ځلې چټکې کولای شي.
د سولې د عالي شورا چارواکي له طالبانو سره د تماس په برخه کې بې باوري لوی خنډ او ستره ستونزه بولي خو ډاډ ښیي چې د سولې له پروسې څخه ملي اونړیوال ملاتړبه دا بی باوري له مینځه یوسي.

د سولې د عالي شورا رییس برهان الدین رباني د چهارشنبې په ورځ د دې شورا د فعالیتونو پروړاندې د پرتوستونزو او خنډونو د څیړنې د دوه ورځني کنفرانس په پای کې خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې د سولې له ملي پروسې څخه ملي، سیمه ایز او نړیوال ملاتړ کولای شي له وسله والومخالفانو سره د سولې خبرې اترې ګړندۍ کړي.

د ښاغلي رباني په خبره د سولې د هڅو په ترڅ کې له یوشمېر باصلاحیته وسله والو مخالفانو سره لیده کاته شوي او هڅه کیږي چې د یوشمېر اسلامي هیوادونو په همکارۍ په دې برخه کې نورپرمختګونه هم وشي:

″دوی په څرګنده وویل، چې ایا موږ بېرته نه نیول کیږو؟ موږ دو ته ډاډ ورکړی. متحده ایالتونو، اروپايي ټولنه، جاپان، ملګري ملتونه، جرمني او اسلامي هېوادونه په افغانستان کې له سولې څخه ټینګ ملاتړ کوي.″

د سولې د عالي شورا له خوا په دې جوړشوي کنفرانس کې د کابینې یوشمیرغړو، د بیلابیلو هیوادونو استازو، یوشمیر والیانو او د مدني ټولنوغړو برخه اخیستې وه.

د دې شورا رییس استاد رباني د سولې د عالي شورا د هڅو پرضد د حکومت د اپوزیسیون د مشرانو د څرګندونو په ځواب کې وویل، چې سوله په افغانستان کې یوه ملي اړتیا ده او کوم کسان چې دې ته له ځینو ډلو او هیوادونو سره معامله وایي دا غیرمنطقي او د هېواد له ملي ګټو څخه لرې خبرې دي.

په عین حال کې د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس انجنیر معصوم ستانکزي وویل، چې د سولې پروسې ته یوسلو یوڅلویښت ملیونه ډالره تخصیص په پام کې نیول شوی چې لسګونه ملیونه ډالره یې عملاً ورکړل شوي دي:

"د سولې پروسې ته یومرستندویه صندوق جوړ شوی، چې تراوسه څه باندې لسو هېوادونو په کې خپله برخه ترسره کړې او په سلو کې نوي ژمنې عملي شوي دي.
پنځه اتیا ملیونه ډالره یې دا مهال بانکي حساب ته رسیدلي دي."

په دې کنفرانس کې د افغانستان اوپاکستان لپاره دجاپان ځانګړي استازي اوپه افغانستان کې د ملګروملتونود ځانګړي استازي مرستیال هم ژمنه وکړه چې د سولې له پروسې څخه دوی بشپړملاتړ کوي او ویې ویل چې د دې هیواد د موجوده ستونزو د حل ترټولو غوره لاره سیاسي روغه جوړه ده.

سره له دې چې یوشمیر خلک په تیرو څه باندې شپږو میاشتوکې د سولې د عالي شورا په هڅو انتقادونه کوي او وایي، چې لاتراوسه یې د پام وړ نتیجه نه ده ترلاسه کړې.

خو د دې شورا چارواکي وایي چې د دوی هلوځلو د بادغیس، بغلان، زابل او ارزګان په څیر ولایتونو کې نا امنۍ کمې کړي او دوی کوښښ کوي چې له وسله والو مخالفانو سره انفرادي نه بلکې په ډله ایزه توګه تماس ونیسي.

د سولې د عالي شورا رییس برهان الدین رباني وویل، چې د امریکا او نړیوالې ټولنې ترڅنګ بیلابیلواسلامي هیوادونواو اسلامي کنفرانس هم د سولې له پروسې څخه په ټینګه ملاتړ کړی او د ده په خبره یوه اسلامي هیواد سره په تماس کې ځینو طالب مشرانو هم ویلي، چې دوی له القاعده شبکې سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړي دي.

خو طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو ډیر ځلې ویلي، چې دوی له افغان دولت سره ترهغې د سولې د خبرو اترو په ټغرنه کښینې ترڅو چې بهرني ځواکونه له دې هیواد څخه نه وي وتلي.
XS
SM
MD
LG