د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

هند:د سیمي هېوادونه باید همکاري وکړي، نه سیالي


د هند لومړي وزیر نن د افغانستان پارلمان ته په وینا کي وویل، چي په اوسنیو حالاتو کې باید د سیمي هېوا دونه یو له بل سره همکاري وکړي نه سیالي.

من موهنسنګ چې د پنجشنې په ورځ کابل ته راغلی، د افغانستان د ملي شورا غړو ته په خبرو کې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د روانو هڅو ستاینه وکړه، خو ده وویل چې د سولې روانې هڅې باید یوازې د افغانانو له خوا پر مخ ولاړې شي.

د هند لومړي وزیر له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د افغانستان د امنیت سپارلو بهیر ته په اشاره وویل، چې هند په دې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.

ښاغلي سنګ وړاندیز وکړ، چې د هند افغانستان د پارلمانونو یو ګډ ګروپ هم جوړ شي.

دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان نوي پارلمان ته د سیمې د یوه مهم هېواد هند لومړی وزیر وینا کوي.
XS
SM
MD
LG