پنجشنبه 2 اسد 1393 سیمه ییزوخت 12:37 AM

راپورونه

کونړ: د پوهنتون لپاره ودانۍ جوړېږي

کونړ والي سيد فضل الله وحيديکونړ والي سيد فضل الله وحيدي
x
کونړ والي سيد فضل الله وحيدي
کونړ والي سيد فضل الله وحيدي
په کونړ کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د ادارې لپاره د دوه پوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
 
وداني د لوړو زده کړو وزارت د درې لکو امریکایي ډالرو په پراختیایي بودیجه جوړیږي، چې شپاړس خونې او نورې اسانتیاوې به لري او چارې به يې په اتو میاشتو کې بشپړې شي.
 د بنسټ ډبرې د ایښودلو لپاره یوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال او نورو چارواکو ګډون کړی و.
 
د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رئیس استاد میر احمد حامد وويل، نوې جوړېدونکې وداني شپاړس خونې او نورې اسانتیاوې لري، چې چارې به یې د درې لکو امریکایي ډالرو په لګښت  په اتو میاشتو کې بشپړې شي.
                                
غونډې ته د کونړ ولایتی شورا رییس حاجي میاحسن عادل وویل دوی د لوړو زده کړو وزارت له مسوولینو مننه کوي چې د کونړ لپاره یې پوهنتون منظور کړ او اوس یې د اداري برخې لپاره ورته د ودانۍ د بنسټ تيږه کېښوده.
 
هغه وویل کونړ د نورو ولایتونو پر پرتله له مرکز کابل څخه ليرې دی او خلک یې د تعلیم ترلاسه کولو لپاره ډېرې کمې اسانتیاوې لري، نو لازمه ده چې مرکزي دولت او په ځانګړي ډول  د لوړو زده کړو وزارت کونړي ځوانانو ته د تعلیمي بورسونو په ورکړه کې له عدالت څخه کار واخلي.
                                       
په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد وویل که افغانان غواړي چې له نړۍ او ګاونډیو هېوادونو سره  د سیالۍ په کتار کې ودرېږي، نو د لوړو زده کړو ترلاسه کولو ته دې ځانګړی پام وکړي.
                   
یو کال او درې میاشتې کېږي چې په کونړ کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون پرانيستل شوی، چې د ښوونې او روزنې، کرنې او مالدارۍ او شرعیاتو پوهنځي لري او اوسمهال په کې د شپږو نجونو په ګدون درې سوه محصلین په زده کړو بوخت دي.

راپورونه