واشنګتن له دې هیلې لاس ختلی دی، چې افغانستان د مرکزي اسیا په سویس زرلنډ بدل کړي، خو اوس غواړي چې دغه هیواد د سیمې په بلژیک بدل کړي.
په داسې حال کې چې امریکا د بارک اوباما د تیرې اونۍ له اعلان وروسته چې له افغانستانه درې دیرش زره پوځیان باسي ډیپلوماټیکي هڅې زیاتې کړې دي، په واشنګتن کې چارواکي وایي، د افغانستان په برخه کې د هند او پاکستان تر منځ د سیالیو ورکیدل اصلي ګواښ دی.
فایننشل ټایمز ورځپاڼه څرګندوي، چې په ځانګړې توګه پاکستان په افغانستان کې د هند د ستراتیژيک پرمختګ مخه په دې ډول نیولې ده، چې له طالبانو سره یې د خبرو مخه ډب کړې ده.
په وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلنټن څرګنده کړه چې امریکا باید تیرې زمانې ته وګوري، په اتلس سوه څوارلسم او پنځلسم کلونو کې د ویانا په غونډه کې د بلژیک د یوه طبیعي حایل هېواد په توګه تاسیس شو، چې بیا په کې یوه پیړۍ ثبات ټینګ شو.
فایننشل ټایمز ورځپاڼه بیا وړاندې لیکي، چې امریکایي چارواکي وایي، د واشنګتن ډیپلوماټیکې هڅې تر ډیره د سیمې په کچه دي، داسې چې د سیمې هیوادونه له افغانستانه د خپلو سیالیو لپاره د جګړې د ډګر په توګه استفاده و نه کړي.
د جمهوري غوښتونکو تجربه لرونکي سناتور ریچرډ لاګار د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې ته وړاندیز وکړ، چې د افغانستان په اړه که چېرته هند، روسیه او د مرکزي اسیا هیوادو استازي په یوه میز سره کښیني، نو میرمن کلنټن ورته وویل، چې د ویانا له غونډې به د یوه ماډل په توګه کار واخیستل شي، ځکه چې هلته د سیمې د هیوادو تر منځ یو تړون وشو او په دې توګه بلژیک د یوې خپلواکې او ازادې سیمې په توګه تر منځ پاتې شو.
هیلرې کلنټن زیاته کړه، چې که چیرته موږ د جنوبي هیوادو له سیمه ییزو ځواکونو سره دې موافقې ته ورسیږو نو نتیجه به یې ډيره ارزښتناکه وي.
افغانستان د دې وړاندیز هرکلی کړی دی. فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته د افغانستان د حکومت یوه ویاند وویل، چې د افغانستان حکومت او دفاع وزارت د میرمن کلنټن د دې نظریې هرکلی کوي، چې افغانستان د یوه طبیعي بې طرفه هیواد په توګه په سیمه کې وي.
د افغان حکومت ویاند چې نوم یې فایننشل ټایمز ورځپاڼې نه دی اخیستی دا هم وایي، چې د افغانستان دفاع وزارت په دې باور دی، چې د افغانستان بیطرفي به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي او د سیمې له هیوادو پرته چې په دې شخړه کې پراخه ونډه لري، افغانستان ته سوله هم نه شي راتلای.
فایننشل ټایمز بیا د هند او پاکستان په برخه کې شک څرګندوي، چې وروسته تردې چې افغانستان د حایل هیواد په توګه اعلان شي بیا به هم د افغانستان په اړه پر یوه بل باور وکړي.
بل لور ته د کابل او اسلام اباد تر منځ کړکېچ ژور دی ځکه چې له ډیرې مودې راهیسې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي.
راپور: اجمل صدیق