د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

جنرال امين الله امرخېل ولې استعفى وکړه؟


دافغانستان د ختیزوسیمو د سرحدی پوليسو قوماندان تورنجنرال امین الله امرخيل دپنجشنبې په ورځ له خپل کاره استعفی ورکړه.

دی په خپله له خبريالانوسره نه غږيږي خو دده وياند ادريس مومند وويل ، په دې وروستيو کې د ننګرهار او کونړ ولايتو نو په سرحدي سيمو د پا کستاني پوځ د پرله پسې بريدونو په وړاندي د افغا ن دولت د سوړ غبرګون په وجه دی استعفی کوي.

ده داهم رد نه کړه چې په افغان دولت کې د پاکستاني پوځ د پراخه نفوذ له امله د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت غبرګون بيخي سوړدی.

لږه شيبه وړاندې په جلال اباد کې د ازادۍ راډيو خبريال د سرحدي پوليسو له وياند ادريس مومند نه په يوه مرکه دجنرال امرخيل د استعفي دلايل وپوښتل نوموړي د مرکې په پيل کې وويل جنرال امرخیل له خپل ولس سره د پاکستاني پوځ د تيري د مخنيوي ژمنه کړې وه او س چې دمرکزي حکومت او نړۍ والو ځواکونو غبرګون بيخي سوړ دی ، دی مجبور دی له خپلې دندې استعفی وکړي.

تراوسه پورې د ده استعفی د منلو او نه منلو په اړه د کورنيو چارو وزارت له لوري کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی .

دمشرانو جرګې يو هيت هم نن په جلال اباد کې خبريالانو ته وو يل د دوى په څيړنوکي په واضحه تو ګه دا په لاس ورغلي چې دا بريدونه د پاکستان پوځي کړۍ تنظيموي او افغان دولت يې يا بايد په خپله ځواب ووايي او يابايد له ولس نه مرسته وغواړي.

خپله امرخېل څه وايي؟

د افغانستان د ختیځ زون د سرحدي پولیسو قومندان جنرال امین الله امرخیل وایي، چې نه شي کولی خاموشانه د پاکستان توغندي او د خپلو هیوادوالو مړي وشمېري او همدا لامل دی، چې د کورنیو چارو وزارت ته یې خپله استعفی وړاندې کړې.

ده په نړیوالې ټولنې او ایساف ځواکونو هم سخت انتقاد وکړ، چې د روان حالت په وړاندې خاموشه دي.

په همدې باب په کابل کې زموږ همکار حميد مومند له جنرال امرخېل سره مرکه کړې ده:
XS
SM
MD
LG