د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

کهر:واشنګټن”نه شي کولاى د پاکستان خلک له ځانه بېل کړي“


د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره وايي، امريکا که پر پاکستان باندې په عامه توګه انتقادونو ته دوام ورکړي، د سخت دريځو په وړاندې جګړه کې به خپل يو متحد له لاسه ورکړي.

حنا رباني کهر په نيويارک کې له جيو ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، واشنګټن ”نه شي کولاى د پاکستان خلک له ځانه بېل کړي“

کهر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امريکا د ګډو ځواکونو لوى درستيز اميرالبحر مايک مولين وويل، د پاکستان استخباراتي اداره له حقاني شبکې سره نژدې اړيکې لري.

ادمېرال مایک مولن وویل، د پاکستاني پوځ دې پالیسۍ د پاکستان حیثیت او اعتبار ته سخت زیان اړولی:

(د پالیسي د یوې وسیلې په توګه له تاوتریخوالي او افراطیت څخه د استفادې په انتخاب سره د پاکستان حکومت او په خاص ډول پوځ او ISI نه یوازې له امریکا سره ستراتیژیک شراکت بلکې په سیمه کې د یوه مشروع، سیمه ایز نفوذ لرونکي او د یوه محترم هېواد په توګه د پاکستان چانسونه هم له خطر سره مخامخ کوي.)

مولن پاکستان ته خبرداری ورکړ چې یوازې او یوازې له دې پالیسۍ څخه د لاس اخیستو په صورت کې مثبته راتلونکې لرلای شي.
XS
SM
MD
LG