د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

بريتانيا هم غواړي له افغانستان سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي


د ولسمشر کرزي د ویاند په وینا ولسمشر کرزی به د بن له غونډې وروسته لندن ته سفر وکړي.
د ولسمشر کرزي د ویاند په وینا ولسمشر کرزی به د بن له غونډې وروسته لندن ته سفر وکړي.
افغان چارواکي وایي، چې له بریتانیې سره د ستراتیژیکو اړیکو مساله به لندن ته د ولسمشر کرزي د سفر پر مهال تر بحث لاندې ونیول شي او د دې اړیکو په جزیاتو به خبرې وشي.

د جمهوري ریاست د معلوماتو له مخې ټاکل شوې افغان ولسمشر به د بن له دویمې نړیوالې ناستې وروسته لندن ته سفر وکړي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د افغانستان او بریتانیې ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په خورا لومړي پړاو کې دې د بریتانیې حکومت په دې اړه خپل سند افغان لوري ته سپارلې دي.

د ښاغلي فیضي په وینا افغان ولسمشر او د بریتانیې صدراعظم د سې شنبې په ورځ ناوخته په یوه ټلیفوني تماس کې هم پدې اړه خبرې وکړې.

″د بریتانیې له خو افغان حکومت ته یو مقدماتي سند وړاندې شوی دی، کار پرې روان دی.

ولسمشر کرزي د بریتانیې صدراعظم ته اطمینان ورکړ، چې په سند باندې کار روان دی او له جرګې وروسته به په دې سند لا زیات کار وکړو.

د بن له کنفرانس وروسته به د لندن په سفر کې به د له بریتانیې له دولتي مقاماتو سره په دې سندر کار وشي.″

د افغانستان او بریتانیې ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو لپاره دا اقدامات په داسې حال کې کیږي، چې همدا اوس په کابل کې پرانستل شوې لویه جرګه له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو په خپل بحثونه پرانستلېدي.

د فرانسې او اسټرالیا هیله:

په ورته وخت کې اروپایی ټولنې، فرانسي او اسټرلیا هم له افغانستان سره د ورته اړیکو غوښتنه کړې او هند خو بیا لا دمخه له افغانستان سره د ستراتیژیکو اړیکو سند لاسلیک کړی دی.

افغان ولسمشر په کابل کې د لویې جرګې پرانستونکې غونډې ته په خپله وینا کې د هیواد د عمومي ثبات لپاره له بیلابیلو هیوادونو سره دا ډول اړیکي مهمې وبللې.

کله چې په دې هېواد کې داسې یوه اداره رامنځ ته کیږي، چې خلک په هغو کې خپل ځان وګوري، بیا دا د هغو افغانانو صلاحیت دی، چې ستراتیژیک تړون یا اعلامیه له چا سره امضاء کړي او له چا سره یې امضا‌‌ء نه کړي.

حاجي سید داوود

خو کتونکي بیا په افغانستان کې موجود شرایط د دا ډول اړیکو د رامنځ ته کولو لپاره مناسب نه بولي او وایي، چې لومړې باید د افغان حکومت او خلکو ترمنځ د بې باورۍ بحران پای ته ورسول شي.

حاجي سید داوود یو له هغو کتونکو څخه دی، چې وایي، لومړی باید په افغانستان کې د پخلاینې لپاره هڅه وشي او بیا د داسې تړونونو په اړه کار وشي.

″د افغانستان خلک روغه – جوړه غواړي او منیت غواړي، دوی دې دغه نوښت په لاس کې واخلي، د ملګرو ملتونو له لارې دې له مخالفینو سره په یو تفاهم ورسیږي او افغاني ډلې دې ټول سره کښېنوي، کله چې په دې هېواد کې داسې یوه اداره رامنځ ته کیږي، چې خلک په هغو کې خپل ځان وګوري، بیا دا د هغو افغانانو صلاحیت دی، چې ستراتیژیک تړون یا اعلامیه له چا سره امضاء کړي او له چا سره یې امضا‌‌ء نه کړي.

اوس متاسفانه د کرزي صاحب اداره د اکثرو افغانانو استازیتوب نه شي کولای.″

د ګاونډیانو اندېښنې:

له بل لوري د سیمې او په تیره بیا د ګاونډ ځینې هیوادونه هم د افغانستان او د امریکا په ګډون د ځینو نورو هیوادونو ترمنځ د دا ډول اړیکو په اړه اندیښنه څرګندوي او دا په خپل زیان بولي.

خو افغان دولت او د امریکا په ګډون ځینې هغه هیوادونه، چې دا ډول اړیکي غواړي وایي، چې دا اړیکي د سیمې او د ګاونډ د هیڅ یو هیواد په زیان نه دي.

خو د کتونکو په وینا د ایران په ګډون ځینو هیوادونو له دې ډاډ ګیرنو سره سره په دې برخه کې خپل مخالفت څرګند کړې او هڅه کوي په هره بڼه، چې ممکن وي د هغې مانع شي.
XS
SM
MD
LG