د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

″افغانستان باید دامنیت په برخه کې پرخپلو ګاونډیو حساب ونه کړي″


په کابل کې د فرانسې سفیر برنارد بژوله
په کابل کې د فرانسې سفیر برنارد بژوله
په کابل کې د فرانسې سفیر د افغانستان په وړاندې د ګاونډیو هیوادونو په موجوده سیاستونو انتقاد وکړ او ویې ویل، چې افغانان باید د امنیت په برخه کې په خپلو ګاونډیو حساب ونه کړي.

برنارډ بژوله، چې د چهار شنبې په ورځ یې په کابل کې د فرانسې په سفارت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ او دوستۍ د معاهدې په اړه معلومات ورکول وویل، که افغانان متحد شي، نو هیڅ یو هیواد به په افغانستان کې سیاسي لوبه نه کړای شي.

ده د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ یې د سولې له روانو هلو ځلو نه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ یو اساسي علت هم دا په ګوته کړ، چې افغانان خپله موجوده ستونزې هوارې کړي.

″غواړم ووایم، چې افغانستان باید د امنیتي مسایلو په اړه تر ډیره په ګاونډیو هیوادونو حساب ونه کړي. افغانستان دې له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره خبرې وکړي، خو دا یوازې افغانان دي، چې خپلو ستونزو ته د حل لاره موندلی شي.

د افغانستان د ګاونډیو اساسي هدف په افغانانو کې د تفرقې رامنځ ته کول دي، خو که افغانان یو موټي شي، نو دغه هیوادونه به خپل اهداف ترلاسه نه کړای شي او همدا علت دې، چې موږ د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ یې د سولې د هڅو ملاتړ کوو.″

بژوله وویل، چې فرانسې د اسټانبول سیمه ییز کنفرانس ته افغانستان ته د ګاونډیو هیوادونو څخه د وسلو او مهماتو د راتګ د مخنیوي لپاره ځینې سپارښتنې کړې وې، چې په پام کې و نه نیول شوې.

د فرانسې سفیر دا انتقادونه په داسې حال کې کړي، چې ټاکل شوې افغان ولسمشر د روانې اونۍ په پای کې په اسلام اباد کې د ایران او پاکستان له مشرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.

ښاغلي بژوله هیله څرګنده کړه، چې افغان ولسمشر به له یو ښه او رغنده پیغام سره راستون شي.

پاریس او کابل اوس اوس د همکارۍ او دوستۍ معاهده لاسلیک کړې، چې له مخې به یې فرانسه له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخه کړي.

د فرانسې سفیر د همکاریو ځینو هغو مواردو ته هم اشاره وکړه، چې د دې سند له لاسلیک وروسته یې فرانسه له افغانستان سره کول غواړي.

″موږ به د دې معاهدې په چوکاټ کې په افغانستان کې د کرنې د ودې او د افغان ځواکونو د پیاوړې کولو لپاره د کرنې لیسه او حربي ښوونځې جوړ کړو.

په افغانستان کې به د ماشومانو لپاره د فرانسې موجوده روغتون لا پراخ کړو. د کانونو په برخه کې به افغان انجنیران وروزو او له افغانستان سره به په نورو بنسټیزو پروګرامونو کې همکاري وکړو.″

د فرانسې سفیر وړاندې په خپلو خبرو کې دا ډاډ هم ورکړ، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به نړیواله او فرانسه به افغانستان کې یوازې پری نږدي او ددوی یو شمیر سرتیري به د افغان ځواکونو د روزنې لپاره دلته پاتې شي.

خو د ښاغلي بژوله په وینا د همکارۍ او دوستۍ دا معاهده، چې د شلو کلونو لپاره او د بیا تمدید وړ ده لومړې باید د دواړو هیوادونو د ملي شوراګانو لخوا تصویب شي.

خو فرانسه هم ددې تړون په مقابل کې ځینې غوښتنې لري، چې د افغان دولت لخوا د نشه یی توکو او ترورزم په خلاف مبارزه، په افغانستان کې د فرانسې د ملي ګټو په خلاف د کوم کار اجازه نه ورکول او د فرانسوي ژبې د ودې لپاره د امکاناتو برابرول شامل دي.

د دې ترڅنګ فرانسه غواړي یو پنځه کلن پروګرام هم پلې کړي، چې له شپیتو زیاتې د بیارغونې پروژې پکې شاملې دي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG