د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

پاکستان د افغان کډوالو پر ځیني کمپونو بریښنا بنده کړې


په خیبر پښتونخوا کې دیره افغان کډوال د صوبايي حکومت له ناوړه چلنده شکایت کوي او وايي، چې ورځ تر تر بلې د دوي پر وړاندې نوي نوي مشکلات ایجادوي.

افغانان شکایت کوي، چې د پولیسو له لوري د ځورونې، په سره ګرمۍ کې له پاکستانه د وتو او نورو مشکلاتو ترڅنګ يې له تیرو څو ورځو راهیسې پر ځینې کمپونو بریښنا بنده کړې، چې له امله يې خلک له سختو مشکلاتو سره مخ دي.

د اکوړه خټک او خیر اباد کمپ څو تنو اوسیدونکیو له سیمې نه د تلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې له تیرو څه باندې درېيو لسیزو راهیسې په قانوني ډول بریښنا کاروي خو نه پوهیږي چې ولې يې په سره ګرمۍ کې له دې مشکل سره مخ کړي دي:

"نجیب ننګیال د پيښور پوهنتون د طب پوهنځي محصل یم او په اکوړي کمپ کې مې کور دی.

څو ورځې کیږي چې په ټول اکوړي کمپ کې بریښنا بنده ده. ښځې، ماشومان، ناروغان او په مجموع کې ټول له ډیرو ستونزو سره مخ یو.

روژې او بیا زموږ ازموينو ته لږې ورځې پاتې دي ګرمي هم د برداشت له حده وتلې خو نه بریښنا شته او نه وبه.

۲ – ښځې او ماشومان له دوو درېيو کلومتره لرې سیمې نه په سرونو وبه راوړي، ډيره بده ورځ ده او هیڅوک مو پوښتنه نه کوي.

۳ – نوم مې اسماعیل دی او په خیبر اباد مهاجر کمپ کې ژوند کوم، بریښنا بنده ده وبه نشته ښځې ماشومان له ګرمۍ په ډير بد حالت کې دي."


که څه هم په پاکستان کې بریښنا د مرکزي دولت په واک کې وي، خو له لومړي سره د افغان کډوالو د کمپونو د بریښنا واک بیا د هرې صوبې یا ولایت د بریښنا وزارت او نورو اړوندو ادارو ته سپارل شوی دی.

د وروستیو معلوماتو له مخې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت، چې عوامي نیشنل ګوند يې په راس کې دی پرته له کوم مخکني خبرداري د اکوړه خټک، خیراباد او یوشمیر نورو کمپونو بریښنا بنده کړې ده.

په کمپونو کې دیره افغان کډوال چې د ښاري سیمو د اوسیدونکیو پشان قانوني بريښنا کاروي له افغان او پاکستاني دولتونو او نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کوي او وايي چې د بریښنا نشتوالي ددوی ورځنی ژوند له سختو مشکلاتو سره مخ کړی دی :

"نجیب ننګیال : د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه باید له پاکستان سره پر دې موضوع جدي خبرې وکړي او موږ له دې عذابه خلاص کړي.

حاجي شیرعلي نومیږم او د یوه ښوونځي سر ښوونکی یم، د پاکستان دولت زموږ بریښنا بنده کړې خو بده يې لا دا چې نه مو افغانستان پوښتنه کوي او نه هم نړیواله ټولنه.

تاسو راشئ زموږ حال له نژدې وګورئ چې څومره په بده ورځ کې یو.

د افغانستان دولت تر ننه زموږ ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې او نه هم د مهاجرینو ریاست کوم مسوول راغلی دی"


د افغان مهاجرینو د کمپونو بریښنا د قرارداد یا ټیکه داري سیستم له مخې کنترولیږي.

انجنیر مسکین چې ددغو کمپونو د بریښنا ټیکه دار دی تیره اونۍ ازادي راډيو ته وویل، چې صوبايي حکومت غواړي د کمپونو د بریښنا بیه د ښاري سیمو په نسبت څو وارې زیاته کړي، خو زیاته يې کړه چې کډوال لا د اوسنۍ بیې توان هم نه لري.

هڅه مو وکړه چې په دې باب د نوموړي او د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت د اړوندو مقاماتو نظر هم واخلو خو له پرله پسې هڅو سره سره له هغوی سره اړیکې ټینګې نه شوې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ یا UNHCR د معلوماتو له مخې لا هم په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا یوملیون افغان مهاجرین دیره دي چې ډیری يې په پخوانيو کمپونو کې ژوند کوي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو پر وړاندې یولړ مشکلات رامنځته کړي، چې د بریښنا بندول يې له عمده هغو څخه دی.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG