وړمه ورځ مو په پيښور کې د خپل خبريال له خوا یو راپور درلود، چې د پيښور پولیسو یو افغان چې له غزني نه يې خپله اووه کلنه لور د درملنې لپاره پيښور ته بیولې وه د پولیسو له خوا لوټل شوی.
پولیسو له دغه کس نه پنځوس زره کلدارې او پنځه ویشت زره افغانۍ اخیستي او په تش ډاګ يې پریښی.
له نیکه مرغه کله چې له ازادۍ راډیو ته دغه راپور خپور شو نو د خیبر پښتونخوا حکومتي مقاماتو دغې موضوع ته پاملرنه وکړه او د پولیسو عالي رتبه افسرانو ته يې د تحقیقاتو امر وکړ.
که څه هم د پولیسو یو عالي رتبه افسر سهیب اشرف ازادۍ راډیو ته وویل، چې تورن پولیس يې نیولي او تحقیقات يې پيل کړي دي، خو دغه ناروغه ماشومه د پيسو د نشتوالي له وجې لا هم بې درملنې پاتې ده.
په پيښور کې د ازادۍ راډيو خبريال مجیب الرحمان انګار دغه موضوع تعقیب کړې او دا راپور يې رالیږلی: