د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

افغان ولسمشر په فاریاب کې د ځان وژونکې حملې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ووایه


جمهور رئیس حامد کرزي په میمنې ښار کې د لوی اختر د لومړۍ ورځې د ځان وژونکې حملې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ووایه او له هغوي سره یې غمشریکي وکړه.

ښاغلي کرزي، چې په میمنې کې یې د مسئولینو، خلکو او د قربانیانو کورنیو ته وینا کوله وویل، دغه حمله په داسې حال کې شوې، چې د عرفات په ورځ د سعودي عربستان لوی مفتي انتحار او ترور ناروا وباله:

"په داسې حال کې، چې د سعودي لوی مفتي د عرفات په میدان کې دونیم میلیون مسلمانانو ته، چې حج ته تللي و، وینا وکړه او ویې چې انتحار او ترور د اسلام پر ضد او له اسلام سره دښمني ده، هر چا چې دا کار کړی، که بهرنی دی، که داخلي دی او که هرڅوک دی د اسلام دښمن و او د افغانستان د خلکو د خوښۍ او اختر دښمن و."

د جمهور رئیس وینا څو ځلي د قربانیانو د کورنیو د غړو د شکایتونو له امله قطعه شوه، چې ویل یې، د هغو کسانو مخه دې ونیول شي او سزا دې ورکړل شي، چې له پاکستان نه افغانستان ته د ځان وژونکو حملو لپاره لیږل کیږي.

یو ماشوم له غونډې پورته شو او جمهور رئیس ته یې په ژړا وویل، چې په حملې کې یې د کورنۍ شپږ غړي وژل شوي.

جمهور رئیس کرزي د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره ژمنه وکړه چې هر ډول مرسته به یې کیږي.

هغه د فاریاب مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې له دوی سره نقدي مرستې وکړي او ځمکې ورکړي.

غونډې ته په وینا کې د افغانستان د عالمانو د شورا رئیس قیام الدین کشاف د پاکستان د هغو سیاسي او مذهبي مشرانو غندنه وکړه چې په وینا په افغانستان کې د جهاد شعارونه ورکوي. هغه وویل:

"موږ نورو ته اسلام رسولی دی او نن زموږ پر خلاف جهاد اعلانوي. ایا هغه چاپي شعارونه یې هیر کړي چې په هر دیوال او دروازه یې نصبول چې د افغانستان جهاد د پاکستان دفاع ده. موږ خو مدافعین و. له خپلو دوو ملیونو سرونو څخه موږ اوسپنیز دیوال جوړ کړ او هغوی مو وژغورل ایا د هغوی مکافات همدا دي. ددغو ماشومانو په اړه به د قیامت په ورځ د خدای په وړاندې څه ځواب وايي."

د فاریاب د ولایتي شورا رئیس رحمت الله ترکستاني په خپلو خبرو کې د فاریاب د خلکو ستونزې یادې کړې او جمهور رئیس ته یې ځینې وړاندیزونه وکړل.

ترکستاني ناامني د فاریاب یوه لویه ستونزه وبلله، چې په وینا یې لوی علت یې بې کاري ده. هغه له جمهور رئیس نه وغوښتل چې په فاریاب ولایت کې د بیارغونې، پوهنې، لوړو زده کړو او د سړکونو د جوړولو په برخه کې لا ډير کار وشي.

د لوی اختر په لومړۍ ورځ د میمنې ښار د عیدګاه جومات مخې ته ځان وژونکې حمله وشوه، چې چارواکي وايي، څلور څلویښت کسان پکې ووژل شول او له شپیتو ډیر ټپيان شول.

د فاریاب مسئولین د دې حملې پړه پر وسلوالو مخالفینو اچوي خو تراوسه ددې خونړۍ حملې مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG