د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

له کوټې تښتول شوى ډاکټر خوشې شو


د کوټې ډاکټرانو لا هم کاربنديز ته دوام ورکړی
د کوټې ډاکټرانو لا هم کاربنديز ته دوام ورکړی
له کوټې څخه يوه نيمه مياشت مخکې تښتول شوى د سترګو متخصص ډاکټر د پيسو په بدل کې د وسلوالو له منګولو را خوشې شوى دى، خو ډاکټران وايي چې دوي به په روغتونونو کې بيا هم خپل کاربنديز تر هغه وخته پاى ته ونه رسوي، چې حکومت يې د ټولو ډاکټرانو د امنيت غم نه وي خوړلى.

د اکتوبر پر شپاړلسمه نېټه د کوټې له سرياب سړکه تښتول شوى د سترګو د ناروغيو متخصص ډاکټر سعيداحمد خان دوڅلوېښت ورځې وروسته د چارشنبې په ورځ د وسلوالو له منګولو را خوشې شو او د کوټې په شهبازن ټاون سيمه کې خپل کور ته را ورسېد.

ډاکټر سعيد له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې وسلوالو د پيسو په بدل کې را خوشې کړ، خو چې د هغوي په منګولو کې وو زور زياتى يې ورباندې نه دى کړى:

"له ننه مخکې هم چې څومره ډاکټران تښتول شوي نو د پيسو په بدل کې را خوشي شوي، خو زه نه پوهېږم چې زما د را خوشي کولو په بدل کې چا پيسې ورکړي، کومې خور، کوم ورور ورکړي، زما مېرمنې په دې برخه کې څه کړي په دې اړه څه نه شم ويلاى، خو زه نه پوهېږم دا څه ډول ذهنيت دى چې ډاکټر وژني او تښتوي يې.

په نړۍ کې به ښايي په هيڅ ځاى کې داسې نه وي شوي، له ډاکټرانو سره بايد داسې ونه شي، ډاکټر خو يواځې وي چې دى يا کورنۍ يې متاثره کېږي، خو څوک چې د ډاکټر په درملنه رغېږي هغوى خو په زرګونو او لکونو وي."


بل لور ته د بلوچستان د ډاکټرانو اتحاديه چې په حکومتي او شخصي روغتونونو کې يې بشپړ کاربنديز اعلان کړى وو، وايي ډاکټر سعيد اوس هم د حکومت په هڅو نه بلکې د پيسو په بدل کې را خوشي شوى دى، نو دوى به خپل کاربنديز ته تر هغه وخته دوام ورکړي، چې حکومت يې د نورو ډاکټرانو د ډاډمن امنيت غم نه وي خوړلى. د ډاکټرانو د اتحاديې يو مشر ډاکټر شازاده وايي:

"تر دې مخکې هم زموږ شپاړس ډاکټران تښتول شوي وو، موږ ورته وايو چې د ډاکټرانو امنيت دي وساتل شي، خو په دې اړه تر اوسه هيڅ نه دي شوي.

له دوڅلوېښتو ورځو چې نن ډاکټرسعيد را خوشي شو ويل کېږي چې د پيسو په بدل کې را خوشي شوى دى.
روغتونونو ته به هغه وخت راځو چې پر نولسم نومبر د ډاکټرانو د وهلو ډبولو او پر هغوى د اوښکې بهوونکي ګاز د پېښو پلټنه وشي، د روغتيا سيکرتر او پوليسو مشران له دندو ګوښه او محاکمه شي، بيا به موږ مذاکراتو ته غاړه ږدو."


ډاکټر سعيد وايي، د سترګو د ناروغيو په روغتون کې د ورځې د دېرشو تنو ناروغانو د سترګو عمليات کېدل، خو په تېرو دوڅلوېښت ورځو کې چې کوم ناروغان د سترګو له بينايۍ بې برخې ګرځېدل، د هغوى په اړه سخت اندېښمن دى:

"څومره خلک به په هيله ناست وي، د څومره خلکو پر سترګو به تياره وي، ځکه سترګه په کسي پورې بينا وي، که څوک هسې سترګه پټه هم کړي دونيا ورته تياره ښکارېږي.

زه غواړم چې خپل کار پيل کړم خو که اجازه راکړل شي، د ډاکټر کار همدا دى چې د ناروغانو درملنه او خدمت وکړي."


د يادونې وړ ده چې حکومت د ډاکټرانو د کاربنديز له امله اووه ويشت ډاکټران په موقتي توګه له خپلو دندو ګوښه کړي دي او هغوى ته يې امر کړى چې حکومتي کورونه دي خلاس کړي.

د ډاکټرانو کاربنديزونو ناروغان له سختو ستونځو سره مخامخ کړي دي او وايي، چې په کوټه کې يواځيني پوځي روغتون ته هم د لارو د سخت امنيت او تالاشيو له امله خپل ناروغان په اسانۍ سره نه شي ور وړلاى.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG