یکشنبه 4 عقرب 1393 سیمه ییزوخت 10:22 AM

راپورونه

د اټومي انرژۍ د څار ادارې د ايران پر اټومي پروګرام غونډه پيل کړه

د اټومي انرژۍ د څار ادارې دفترد اټومي انرژۍ د څار ادارې دفتر
x
د اټومي انرژۍ د څار ادارې دفتر
د اټومي انرژۍ د څار ادارې دفتر
دملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار نړیوالې  ادارې  د پنجشنبې په ورځ د اتریش په مرکز ویانا کي  د ایران د اټومي پروګرام په اړه غونډه پيل کړه .

داغونډه وروسته له هغه پيلیږي   چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په دې وروستیو کې وویل ، ایران به ډير ژر د نورو ډيرو یورانیمو غني کیدلو پروګرام  پيل کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د ایران  د اټومي انرژۍ د ادارې رئیس  « فریدون عباسي دیواني»  وویل ، ایران به،  په ډير قوت  سره د یورانیمو غني کیدو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د نړیوالو بندیزونو سره  سره ایران سږکال د یو شمیر زړو او  نویو سانتر فیزونو دستګاوو  شمیر زیات  کړ.

په دې اړه نور جزئیات فرح هیواد وړاندي کوي.

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
ستاسو تبصرې
     
دلته تراوسه پورې چانظرنه دی ورکړی .تاسودلومړني نظرورکوونکي په توګه رامخکې شۍ

راپورونه