شنبه 3 عقرب 1393 سیمه ییزوخت 11:24 PM

راپورونه

د بهرنيو چارو وزير د سولې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته ځي

ښاغلى رسولښاغلى رسول
x
ښاغلى رسول
ښاغلى رسول
ټاکل شوې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمې رسول د جمعې په ورځ د یو پلاوي په مشر پاکستان ته سفر وکړي.
 
دا سفر وروسته له هغې کیږي، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر اسلام اباد ته په سفر کې د سولې د بهیر په اړه له پاکستاني چارواکو سره ځینې موافقې کړي.
 
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، چې ډاکټر زلمى رسول به په دې سفرکې پاکستاني چارواکو ته د سولې د بهیر، د راکټي حملو د بندولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د شتو ستونزو د هواري په برخه کې نوې غوښتنې وړاندې کړي.
 
ډاکټر زلمې رسول د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې په بلنه د یوې ورځې لپاره اسلام اباد ته ځي او پدې سفر کې د سولې د عالي شورا مرستیال عطاء الله لودین ورسره ملګرتیا کوي.
 
د افغان حکومت ځینې سرچینې وایی، چې ډاکټر رسول به د ملا برادر په ګډون د نورو طالب بندیانو د خوشې کولو او دریم هیواد ته دوی ته د تګ د اسانتیا د برابرولو غوښتنه وکړي.
 
ډاکټر رسول به دا غوښتنې پداسې حال کې وکړي، چې تر دې مخکې د سولې د عالي شورا له مشر صلاح الدین رباني سره په اسلام اباد کې د شوې موافقې له مخېپاکستان د منځنۍ کچې یو شمیر طالبان خوشې کړي.
 
خو افغان سیاسي کتونکي د طالب بندیانو د خوشې کولو په برخه کې د اسلام اباد دریځ ته د شک په سترګه ګوري او وایی، کوم طالب بندیان، چې تر دې مهاله خوشې شوي د سولې په بهیر کې کوم رول نشي لوبولې.
 
له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر له رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وویل، چې اسلام اباد به د افغانستان د سولې په نوې راپیل شوې هڅې کې نوره مرسته وکړي.

میرمن کهر دا هم وویل، چې په پاکستان کې نن سبا تر بلې هرې خبرې کابل ډير یادیږي، ځکه چې د افغانستان بې امني ښایي په پاکستان کې هم خپره شي او پاکستاني طالبان دې ته وهڅول شي چې ګډوډۍ پراخې کړي:
 
موږ له افغانستان سره خپلو اړیکو ته اوس په ډيره درنه سترګه ګورو. ما دا خبره د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه بیا بیا کړې ده. زموږ صدراعظم دا خبره کړې ده، ولسمشر دا خبره کړې ده چې په پاکستان کې په خبرو کې د بل هر مرکز په پرتله د کابل اهمیت ډير څرګندیږي
 
د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمې رسول اسلام اباد ته دا سفر پداسې حال کې کوي، چې د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني اوس مهال په امریکا کې دى او د سولې د روانو هلو ځلو په اړه خبرې کوي.
دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
د تبصرو ترتیب
ستاسو تبصرې
     
رالېږنکی: رفيع الله زيار ځای: خوست-افغانستان
10 09 1391 10:44 AM
د پاکستان اوسني هڅې داسې ښکاري، چې نور يې په افغانستان کې خپله ناکامي احساس کړې. بل د پاکستان په کراچۍ ښار ګې هدفي وژنې، ددې هېواد اقتصادي ځوړ، په نړيواله کچه بې باوري او نور لاملونه هغه څه دي، چې دا هېواد ورځ تر بلې د بربادۍ په لور راکاږي، نو همدا وجه ده، چې د بې وسۍ له مخې په افغانستان کې سولې ته لار هواره کړي. که پاکستان وغواړي، چې په افغانستان کې سوله راولي، نو په يوه مياشت کې راتلى شي، ځکه د وسله والو کيلي دده په لاس کې ده.
منن

راپورونه