د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

په ميدان وردګو کې دوه طالب قومندانان ووژل شول


د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې د ماين په چاودنه او عملياتو کې د طالبانو دوه سيمه ييز قومندانان او يو وسله وال وژل شوي دي. دوی وايي، د عملياتو پر مهال يو وسله وال ژوندی نيول شوی دی.

چارواکي وايي، نن تر غرمې مخکې د ميدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د طالبانو يوه سيمه ييز قومندان تر سړک لاندې ماين خښاوو، چې خپل ماين پرې ور چاودېدلی او له يو بل ملګري سره يې وژلی دی.

د چارواکيو په خبره، د طالبانو د وژل شوي قومندان کار همدغه وو، چې ماينونه به يې جوړول او بيا به يې د سړک پر غاړو خښول.

په دې سربېره تېره ورځ ناوخته، د ميدان وردګو په سيد اباد ولسوالۍ کې، افغان ځانګړو ځواکونو عمليات کړي دي، چې په پايله کې يې د طالبانو يو بل سيمه ييز قومندان، وژل شوی او يو ملګري يې ژوندی نيول شوی دی.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، په چاودنه کې وژل شوی قومندان نور محمد او په عملياتو کې وژل شوی ملا عزيز الرحمان نومېږي.

"د ميدانو وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د جغتو غزني پر لويه لاره، د طالبانو يو سيمه ييز قومندان خښاوو، چې خپل ماين پرې ور چاودېدلی دی، چې له امله يې دی په خپله او د ده يو بل ملګری وژل شوی دی، همدارنګه يو بل طالب قومندان بيا تېره ورځ د عملياتو پر مهال وژل شوی او يو ملګری يې ژوندی نيول شوی دی. دغه عمليات افغان ځانګړو ځواکونو کړي دي."

خوګياڼی وايي، په چاودنه او عملياتو کې عامو وګړو او سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

دی د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د وسلو د يوې زېرمې د نيولو خبره هم کوي.

تر اوسه پورې لا طالبانو د يوې پېښې په اړه هم څه نه دي ويلي.

په ميدان وردګو کې، وروسته له هغه د چاڼيزو عملياتو لړۍ زور واخيست، چې په دغه ولايت کې د لويو لارو د ساتنې مسووليت، ملي اردو، د عامه ساتنې پوليسو ته وسپاره او په خپله يې ځانونه، عملياتو او جګړو ته ور خلاص کړل.

راپور: سيدشاه
XS
SM
MD
LG