د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

حامد کرزی: د طالبانو عمل یوه دسیسه وه چې؛ افغانانو پر وخت شنډه کړه


ولسمشرحامد کرزی په قطر کې د طالبانو د دفتر په پرانیستلو کې له مخکینیو موافقو د طالبانو سرغړونه هغه دسیسه بللې ده چې؛ د ده په وینا افغانانو شنډه کړه.

ښاغلي کرزي همدا راز ټینګار کړی چې؛ حکومت به هېچاته اجازه دا اجازه ورنکړي چې؛ سولې د موافقې په بدل کې افغانستان ضعیف او ملوک الطوایفي پرې تحمیل کړي.

ولسمشرحامد کرزي په خپله اونیزه راډیويي وینا کې چې پرون د ارګ د فېسبوک پر رسمي پاڼه خپره شوه ویلي چې؛ په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانیستل کېدو مخکې شوې موافقه یو ډول وه خو د پرانیستو پرمهال د طالبانو اقدامات بل ډول شول.

ښاغلي کرزي د طالبانو دا عمل یوه دسیسه وبلله چې؛ افغان حکومت پر وخت شنډه کړه.

افغان حکومت د قطر د دفتر له پرانیستو وروسته چې طالبانو د یوه سمبولیک اقدام په ترڅ کې خپل بیرغ په کې اوچت کړ او د اسلامي امارت لوحه یې پرې راوځړوله قطر ته د خبرو لپاره د خپل هیات له استولو ډډه وکړه او له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه خبرې یې وځنډولې. افغان چارواکو پر امریکا تور ولګاوه چې په خوله یوڅه وايي او په عمل کې بل څه کوي.

په دې توګه د قطر د دفتر له پرانیستو سره سم د رامینځ ته شویو لانجو له وجې د کابل او واشنګټن اړیکي یوځل بیا کړکېچن شول خو امریکايي چارواکو په وخت اقدام وکړ.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جېمزدابینز د دوشنبې په ورځ له ولسمشرحامدکرزي او د سولې د عالي شورا له غړو سره تر کتنې وروسته وویل، په قطر کې د طالبانو پر دفتر د اسلامي امارت نوم، سېمبولونه او نښې له هغه توافق سره سم نه وو، چې مخکې ژمنه شوې وه او له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل، که له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ ونشي نو واشنګټن به د قطر دفتر بند کړي.

ښاغلي کرزي وویل، حکومت اجازه به ورنکړي چې د سولې خبرې د افغانستان د کمزورتیا باعث شي.

ولسمشرحامد کرزي په خپله وینا کې یوځل بیا طالبانو ته بلنه ورکړه چې جګړه پرېږدي، له خپلو مدني او سیاسي حقوقو څخه ګټه واخلي او په هېواد کې دننه ژوند وکړي. ولسمشرکرزي همداراز ټینګار وکړ چې افغان حکومت به په هېواد کې د سولې د ټینګولو تر وخته خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG