د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

ظریف: شیعه سني اختلافات د نړۍ امنیت ته ګواښ دی


د ایران بهرنیو چارو وزیر په هغو څرګندونو کې چې نن چاپ شوي وايي دسنیانو او شیعه ګانو ترمینځ کړکیچ نه یواځې د سیمې بلکه د نړۍ امنیت ته ګواښ دی.

محمد جواد ظریف ځینې عربي هېوادونه تورنوي چې د شیعه – سني اختلافاتو اور ته لمن وهي.

د سیمې څو هیوادونه د سوريې په کورنۍ جګړې کې چې؛ ورځ تربلې فرقه يي بڼه غوره کوي لاس لري.

په داسې حال کې چې ایران د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي؛ د خلیج عربي هیوادونه او ترکیه د رژیم د مخالفانو ترڅنګ ولاړ دي.

د سیمې نورو هېوادونو لکه لبنان او عراق ته د دغه جنګ د غځېدو اندیښنې هم شته.

د ایران بهرنیو چارو وزیر "بي بي سي" ته ویلي د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ تاوتریخوالی نه یواځې د سیمې بلکې د نړۍ امنیت ته یو جدی ګواښ دی.

جواد ظریف چې په امریکا کې یې تحصیل کړی او پخوا په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر و؛ د سیمې له لویو هېوادونو وغوښتل چې؛ د سوریې د جنګ د ختمولو لپاره کوشش وکړي.

هغه وویل: "زه فکر کوم چې موږ ټول سره له دې چې په سوریه کې اختلافات لرو باید دفرقه یي مسالې د حل لپاره سره همکاري وکړو."

په داسې حال کې چې د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي شیعه سني اختلافات د نړۍ امنیت ته ګواښ دی؛ د بشري حقوقو د څارنې سازمان وايي؛ ایران باید خپلو سني اتباعو ته اجازه ورکړي چې؛ د شیعه ګانو په څیر خپل مذهبي شعایر په آزادۍ ادا کړي.

د بشري حقوقو په سازمان کې د منځني ختیځ د سیمې مسووله "سارا لیه" وايي؛ د مذهبي تبعیض ختمول باید د جمهور رییس حسن روحاني په لومړیتوبنو کې شامل وي.

د بشري حقوقو د څارنې سازمان وایي؛ د ایران حکومت باید د مذهبي اقلیتونو حقوقو ته د پاملرنې په هکله د جمهور رییس حسن روحانې ژمنې په بشپړه توګه ترسره کړي.

دغه سازمان وايي چې، د ایران حکومت باید په تهران او نورو ځایونو کې سني اقلیت ته په خپلو جوماتونو کې دغونډو او لمونځ اجازه ورکړي.

د قومي او اقلیتي چارو لپاره د ایران د جمهور رییس خاص مشاور په دې وروستیو کې له سني مشرانو سره غونډه کې د هغوی ستونزې او د هغو موانعو لیرې کول وڅیړل چې د دوی د قانوني مساویانه حقوقو د ترلاسه کولو مخه نیسي.

خو له غونډې وروسته سني فعالانو د بشري حقوقو د څارنې سازمان ته وویل چې؛ د تهران پولیسو دوی ته اجازه ورنه کړه چې؛ په ټاکل شویو ځایونو کې لمونځ او غونډې وکړي.

فعالان وايي، د ایران امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کلونو کې سنیانو ته اجازه نه ده ورکړې چې؛ په جوماتونو کې د اخترونو لمونځونه وکړي.
XS
SM
MD
LG