د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

افغانستان : یوه نوې ستره لوبه


تیره اوونۍ د افغانستان او پاکستان د چارو د کارپوهانو او جګ پوړو امریکایي چارواکو یوه ډله پیکنګ ته لاړه او له چینیايي چارواکو سره یي خبرې وکړي.

په دې وروستیو کې ځیني مهم راپورونه خپاره شوي چې چین او متحده ایالاتو د افغانستان په اړه خبرې پیل کړې، چې چین به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته څه ډول ونډه ولري.

ګاردین ورځپاڼې په دي اړه یو مضمون خپور کړی او لیکي چې دا د یوې نوې سترې لوبې یا ګریټ ګیم مهم پرمختګ دی.

د مرکزي اسیا په اړه د امریکا او چین اړیکې د سینکاکو یا دیاویو ټاپوګانو پر سر خراب شوي، خو چین دا مساله درک کړې چې دوي په افغانستان کې له امریکا سره په یوې کښتۍ کې سفر کوي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت یوه جګ پوړی چارواکې ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، چې په افغانستان کې د دوي ګټې له امریکا سره بیخې په یوې لیکه کې دي.

د امریکا او چین ترمنځ د مذاکرو اهمیت د روانې میاشتې په لومړیو کې د یوې ورځپاڼې په وینا، د چین د سپتمبر له ۱۱مې وروسته زیات شو.

په دې معنی چې یوې ډلې ایوغوریانو د چین د یوونان ولایت د اورګاډو په تم ځای کې د چاقوانو په واسطه ۲۹ کسان ووژل او ۱۴۰ نور یي ټپیان کړل.

ایوغوریان د چین په شمال لویدیځ کې د ختیځ ترکستان په نامه د خپلواکه دولت جوړولو په مقصد مبارزه کوي.

په چین کې د اویغوریانو او حان ټبرو ترمنځ له څو کلونو راهیسې شخړې روانې دي. چینایانو د ایوغوریانو په مرکز قاشقار کې د ایوغوریانوو زیات شمېرکوروونه د بیلدوزرونو په واسطه وران کړل او پرځای یي په زرګونو حان ټبري چینایان هلته میشته کړل، د تیبیتایانو په څير اویغوریان هم په خپل ټاټوبي یا وطن کې په اقلیت بدل شوي دي.

په ۲۰۰۹ م کال کې په ارومچې ښار کې د ایوغوریانو او حان ټبرو چینیایانو ترمنځ شخړو کې له سلو زیات کسان مړه شوي وو او د ۲۰۱۳ م کال اکتوبر میاشت کې درېیو تنو ایغوریانو د پیکنګ ښار په تینیمن میدان کې خپل د سپرلۍ موټر په لارویانو ور برابر کړ، دوه کسان یي مړه او څلویښت نور یي ټپیان کړل.

چینیايي چارواکو ویلي، دا حمله د ختیځ ترکستان د غورځنګ له خوا تنظیم شوي وه او وایي، چې دا ډله د افغانستان له طالبانو او په پاکستان کې له جهادي ډلو سره تړاو لري.

تیره اوونۍ چې د مالیزیا یوه مسافر وړونکې الوتکه په فضا کې لادرکه شوه، په چین کې داسې اوازې خپرې شوي چې دا الوتکه ممکن د ختیځ ترکستان کسانو تښتولې وې. خو د امریکا استخباراتې موسسې دا خبره نه مني چې په افغانستان کې او پاکستان کې د ایوغوریانو شمېر دې ډير زیات وي. دوي وایي، په دې هېوادو کې ممکن ایغوریان وي، خو دومره نه دي چې چین یي ادعا کوي.

امریکایي چارواکې وایي، د یوونان ولایت له حملې څخه معلومه شوه چې ایوغوریان عصري وسلې نه لري او زیات روزل شوي هم نه دي.

ګارډین لیکي:

چین په افغانستان کې د کانونو او صنعت په برخو کې پانګونې کړې، خو پیکنګ دا مهال دې نتیجي ته رسیدلي چې په افغانستان کې د اقتصادي فرصتونو پرځای امنیتي ستونزې ډیرې دي.

د ۲۰۱۲ م کال سمپتبر میاشت کې د چین د عامه امنیت رئیس ژوو یوونګانګ کابل ته سفر وکړ او دا لومړی ځل و، چې د چین یو وزیر افغانستان ته لاړ او په دې هېواد کې یي د خپلې پالیسۍ بدلون اعلان کړ.

چین له افغان حکومت سره امنیتي همکارۍ پیل کړې او د افغان پولیسو دري سوه کسان روزي. له هغه وخت راهیسي چین او امریکا په ګډه د افغانستان د ډپلوماتانو، روغتیایي کارکوونکو او د زراعت د برخې د انجینرانو د روزنې چاري پرمخ وړي او دا لومړی ځل دی چې چین په یوه بهرني هیواد کې له دریم هیواد سره دا ډول همکاري کوي.

ګارډین د جمهور رئیس بارک اوباما د پخواني سلاکار او د سیاسي مسلو د څیړونکې بارنیت روبین خبري راخیستي چې وایي:

چین او امریکا د چین په لویدیځ کې ګډې ګټې لري. دغه راز طالب وسله وال په لوګر ولایت کې د عینکو د مسکو پرکان حملې کوې او دا کسان له پاکستان څخه افغانستان ته ځي.

ایوغور وسله وال هم په پاکستان کې روزل کیږي او په چین کې حملې کوي.

چین دې نتیجې ته رسیدلی چې پاکستان دا کسان نه بندوي او په دي توګه دي مسلې د پاکستان پر وړاندي د چین پر کړنلارې اغیز کړی او دا هیواد له دي وروسته پاکستان خپل با اعتباره متحد نه بولي.

د روبین په وینا، همدا دلیل و چې د چین او هند اړیکې په دي وروستیو کې ښه شول او چین په افغانستان کې له متحده ایالاتو سره د همکارۍ په لټه کې دی.

د ګارډین په باور، د جنوبي او ختیځي آسیا په اړیکو کې کې د چین او پاکستان اتحاد او ملګرتیا په تیرو پنځوسو کلونو کې ډیره مهمه وه او دا ملګرتیا ورځ تر بلې کمزوري کمیږې. دا چې په راتلونکې کې به څه پیښیږې، دا به د افغانستان په حالاتو پوري اړه ولري.

په دې معنی، په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخابات په مخکې کې دي، د جمهور رئیس کرزي دوره سرته رسیږي، ناتو او امریکایي ځواکونه له دي هیواد څخه د وتلو په حال کې دي.

په خواشینۍ سره، په دې پروسه کې د افغانستان ثبات او سلامتیا داسې څه دي چې ان د چین په څير د نړۍ ستر قوت یي هم ډاډ نه شي ورکولای.
XS
SM
MD
LG