د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

کابل: پر يوه مېلمستون بريد شوى


يوه ډله وسلوالو کسانو د کابل په لوېديځ کې پر يوه مېلمستون بريد وکړ، چې ويل کېږي بهرنيان هم ورڅخه استفاده کوي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي رسنيو ته وويل، يوه ځانمرګي بريد کوونکي د مېلمستون (ګست هاوس) په وړاندې چې بهرنيان او افغانان ورڅخه استفاده کوي، چاودنه وکړه.

ده وويل ګومان کوي چې ځينې وسلوال به لا هم په مېلمستون کې دننه وي.

رويټرز اژانس وايي د پېښې په ځاى کې لا هم ډزې روانې دي او د تلفاتو راپور نه دى ورکړل شوى.

پېښه د کابل په کارته ٣ سيمه کې شوې ده.

خو په اسوشېټېډ پرېس اژانس کې ويل شوي چې بريد د بهرنيانو پر يوه دفتر شوى دى.


مخکنى راپور:

په کابل کې وسلوالو کسانو پر يوه ملېمستون بريد کړى، چې ويل کېږي بهرنيان په کې اوسېږي.

عيني شاهدانو رويټرز اژانس ته وويل چې لومړى چاودنه وشوه او ورپسې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي وويل چې يوشمېر وسلوال کسان يوې ودانۍ ته ننوتلي دي.

خو په بل راپور کې ويل شوي چې وسلوال کسان يوه مېلمستون ته چې بهرنيان په کې اوسېدل، داخل شوي دي.

پېښه د کابل په شپږمه حوزه کې شوې ده.

تفصيل وروسته

زموږ پر فېسبوک پاڼه هم تفصيلات موندلاى شئ
XS
SM
MD
LG