د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

په کابل کې نننى بريد پايته ورسېد


په کابل کې چارواکي وايي د افغانستان د سولې بنسټ پر دفتر چې د امريکا د پرمختيايي اداره يې ملاتړ کوي، وسلوالو کسانو بريد وکړ.تر چاودنې وروسته له سيمې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. دغه نښته شېبه مخکې پايته ورسېده.

د کابل امنيه قوماندان جنرال ظاهر ازادۍ راډيو ته وويل چې وسلوالو کسانو په شپږمه امنيتي حوزه کې لومړى د دفتر د دروازې مخې ته موټربم چاودنه وکړه او نور وسلوال دفتر ته دننه شول.

چارواکي وايي په دې دفتر کې شا و خوا شپږ کارکوونکي راګير پاتې وو، چې امريکايي، اسټراليايي او ماليزيايي وو.

ښاغلي ظاهر وويل چې پوليس د پېښې په لومړيو کې سيمې ته ورسېدل او وضعيت يې کنترول کړ.

چارواکي وايي په دې حمله کې درې تنه افغانان ټپيان شوي او ګڼ بهرنيان له دې ځاى څخه ايستل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال ويلي چې په دې بريد کې يوه نجلۍ وژل شوى او د دې دفتر يو ساتونکى ټپي شوى دى.

په کابل کې وروستۍ حمله په داسې حال کې کېږي چې راتلونکو انتخاباتو ته لږې ورځې پاتې دي.


مخکنى راپور
XS
SM
MD
LG