د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

د جمهوري ریاست دوه کاندیدان د بري ادعا لري


د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو دوو کاندیدانو ویلي دي، چې انتخابات به دوهم پړاو ته ونه وځي خو دریم کاندید بیا پیشګویي کړې ده چې دا انتخابات به بلې مرحلې ته ولاړ شي.

اشرف غني احمدزي وال سټریټ جورنال ورځپاڼې ته په مرکه کې د سې شنبې په ورځ وویل، دی ډاډه دی چې تر نورو مخکې دی او په لومړي پړاو کې به دا انتخابات ګټي، خو موضوع د درغلیو له څيړلو سره تړل شوې ده.

عبداله عبداله بیا دې امریکایي ورځپاڼې ته د دوشنبې په شپه څرګنده کړه، چې موږ په ټولو ولایتونو کې ښه انتخابات ترسره کړې دي، نو که چیرته موږ لومړی نه شو دوهم کیږو. خو بیا هم په اکثریت ولایتونو کې موږ لومړي یوو.

کله چې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې له عبداله عبداله څخه پوښتنه وکړه چې تاسو به په لومړۍ مرحله کې بریالي شئ او پنځوس فیصده جمع یو رایي به وګټئ.

عبداله عبداله په ځواب کې وویل، چې دا مساله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په اعلان پورې مربوط ده، خو موږ تر نورو وړاندې ګام اخیستی دی.

وال ستریت ژورنال د هغو مقدماتي نتیجو له مخې چې تر اوسه د انتخاباتو د کمیسیون بهر یو شمیر موسسو خپرې کړې دي، څرګندوي چې عبداله عبداله او اشرف غني تر نورو مخکې دي او په دوی پسې زلمي رسول ډيرې رایي اخیستې دي.

زلمی رسول چې ویل کیږي، د ولسمشرحامد کرزی ملاتړ ورسره دی، وایي په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې دي.

ده پرون په کابل کې وویل، چې دا انتخابات به دوهم پړاو ته ووځي. خو په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر ضیا الحق امرخیل ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه داسې نښې نه لیدل کیږي چې انتخابات دې دوهمې مرحلې ته ولاړ شي او که چیرته داسې وشو، دوی ورته چمتو دي چې د دوو اونیو په ترڅ کې بیا انتخابات وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا تر راتلونکو دریو ورځو به د انتخاباتو قسمي نتیجې ښکاره شي، خو د انتخاباتو لومړۍ نتیجې به د ثور په څلورمه او نهایي نتیجې به د ثور په څلرویشتمه اعلان شي.
XS
SM
MD
LG