د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

نور: د انتخاباتو قسمي نتایج سبا اعلانیږي


که څه هم د افغانستان خلک د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نتایجو ته سترګې په لاره دي؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، کله چې د انتخاباتي موادو پنځوس فیصده په سیسټم کې داخل شي؛ چمتو دي چې، د انتخاباتو قسمي نتایج اعلان کړي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ تر اوسه ډېر انتخاباتي مواد د انتخاباتو خپلواک ته لیږدول شوي دي.

"په مجموع کې د نتایجو ۸۴٪ پاڼې چې پنځه زره، یوسلو، شپږ پنځوس محافظتي کڅوړې کیږي؛ د نتایجو مرکز ته انتقال شوي دي.

د دیارلسو ولایتونو د نتایجو ټولې پاڼې مرکزته لیږدول شوي دي."


ښاغلی نور داهم وویل، د نورو ولایتونو د انتخاباتي موادو ډېره برخه هم مرکز ته رسیدلې ده.

ده وویل، تراوسه په مجموع کې تر ۲۵٪ انتخاباتي مواد پروسس شوي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي؛ د رایو ورکولو په ځینو مرکزونو او محلونو کې که د کمیسیون له اصولو سره عمل نه و شوی او رای پاڼې مشکوکې وې؛ هغه به قرنطین شي.

د یاد کمیسیون ویاند د انتخاباتو د نتایجو او رایوپاڼې په هکله وویل:

"موږ هڅه کوو چې، نتایج ډیر ژر حتی د شنبې د ورځې په اوږدو کې یې اعلان کړو.

رایو ورکولو په ځینو مرکزونو او محلونو کې چې اساس مواد د انتخاباتو د کمیسیون د مقرراتو سره سم پروسس شوی نه و او د نتایجو پاڼې په خوندي کڅوړو کې ځای پرځای شوې نه وې، هغه به قرنطین او له سره به وکتل شي، که تقلب په کې ثابت شو، باطلې به اعلان شي."


د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو انتخاباتو د حمل په شپاړسمه ترسره شول.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د معلوماتو له مخې په دې انتخاباتو کې څه باندی اوه میلیونو خلکو رایې ورکړي دي.

سره له دې چې ځیني خلک او له انتخاباتو پورې مربوې یوشمېر ارګانونه وایي چې؛ په ځینو ځایونو کې په دې پروسه درغلۍ شوي؛ خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او ځینې بهرنۍ څارونکي وایي؛ په دې انتخاباتو درغلۍ دومره نه وي د انتخاباتو شفافیت ته دې زیان ورسوي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG