د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

​ پکتیکا: قومي مشر ګل ببری ځدراڼ ووژل شو


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې نن د جمعې په ورځ ماسپښین مهال د
پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ بازار ته نږدې په یو ځانوژونکي برید کې
قومي مشر ګل ببری ووژل شو او درې ملکي کسان ټپیان شول.

د پکیتکا ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول او ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته
وویل، چې یو تن ځانوژونکي نن ماسپښین مهال د اورګون ولسوالۍ ته څېرمه د
اشرخې په سیمه کې په سر کې قومي مشر ګل ببري ته د روغبړ په پلمه غېږه
ورکړه او د تفنګچې په ډزو یې نوموړی مشر ټپي کړ او ورپسې يې ځانته چاودنه
ورکړه، چې له کبله يې ګل ببری لاس په لاس ووژل شو او درې نور ملکي وګړي
ټپیان شول.

مخلص افغان وړاندې وویل، چې قومي مشر ګل ببري هيڅ ډول حکومتي دنده نه
درلوده، خو د سيمې او اوسېدونکو په پرمختګ کې يې له دولت سره څرګنده
مرسته کوله.

پکتيکا والي محب الله صميم د یوې خبرپاڼې د خپرولو له لارې په ياده پېښه
خواشیني او دا کار يې د دښمنانو هغه پلان بللی، چې غواړي قومي مشران په
نښه او په دې توګه قومي جوړښتونه زيانمن کړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي، تلیفوني پیغام کې د
دوی د ملګرو له خوا د برید مسوولیت منلی او ویلې يې دي، چې په دې برید کې
ګل ببری د خپلو دریو تنو ساتونکو سره وژل شوی، خو د پکتیکا حکومتي
چارواکي اد ادعا نه مني او وايي، چې ژوبل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.

نجیب الله الوخېل
XS
SM
MD
LG