د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

وسلوالو د ټاکنو د کمیسیون یو غړی وهلی ډبولی دی


نجیب الله الوخېل
د خوست ښار څخه یو ډله وسلوالو او زورواکو د ټاکنو یو ساحوي ناظم تښتولی او د ښار څخه يې دباندې سیمې ته په زوره لیږدولی وو.

نوموړی کس چې علي ګل لمر نیازی نومیږي، په ټاکنو کې يې د ځاځي میدان ولسوالۍ په یوه ټاکنیزه حوزه کې د ناظم په توګه دنده درلوده او د ټاکنو کمیسیون سره د شوي قرارداد له مخې تر ټاکنو وروسته هم د یوې مودې له پاره نوموړې دنده پر غاړه لري.

علي ګل لمر په خوست کې نن د یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې د رسنیو استازیو ته وویل، چې وسلوالو د شنبې په ورځ د خوست ښار له منځه په زوره وتښتاوه او د تښتونې په جریان کې يې سخت وهلی ډبولی دی.

نوموړي وویل، چې ده ته تښتونکو ویل، چې تا د ټاکنو په ورځ د درغلیو مخه نیولې وه او دوی يې نه وو، پرې ايښي چې د یو مشخص نوماند په ګټه د رایو صندوقونه ډک کړي:

"زه علي ګل لمر نیازی چې په دې زماني مقطع کې د انتخاباتو د کمیسیون یو مامور وم او ډي اف سي وم، د شنبې په ورځ دوه نیمې بجې زه د خوست شاز څخه د یو شمېر مخ لوڅو وسلوالو له خوا زه وتښتول شوم، وروسته د خوست ښار په جنوب کې د پنزايې سیمې ته یووړل شوم، دې وسلوالو په لاره کې هم او په هغه ځای کې هم د ټوپکو په قنداغونو باندې، د ټوپکو په سرونو باندې او تر څنګ يې د توت په شنو لښتو باندې زه ووهلمه، دې کسانو ظاهراً ویل چې تاسو د انتخاباتو په وخت کې زموږ مزاحمت کړی وو، تر کومه چې دا کس ما وپېژانده د خیال مرجان په نوم یو کس وو، چې د انتخاباتو په ورځ زموږ مرکز ته راغلی وو، په خوست کې د زلمي رسول د ټاکنیز دفتر یو ناظر وو او د هغوی له خوا ګمارل شوی وو."

علي ګل لمر وړاندې وویل، چې ده د انټرنیټ له لارې د یو وکیل خبرې خپرې کړې، چې له ده يې غوښتل د دوی د نوماند په ګټه کار وکړي،نو ممکن ده سره شوی برخورد له دې خبرې سره تړاو ولري:

"نو دوی ضمني دا هم وویل، چې په انټرنیټ کې د یو وکیل تلیفوني خبرې هم خپرې شوې وې، چې په خبرو کې دغه وکیل غوښتنه کوله، چې زه د دوی په ګټه کار وکړم، چون ما هغه خپرې کړې او له هغه وروسته داسې ښکاري چې عکس العمل د هماغه خبرو په نتیجه کې وو، چې دوی فزیکي برخورد ته مجبور شول."

د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول او ویاند مبارز محمد ځدراڼ وویل، چې ولایت مقام د یو رسمي مکتوب له لارې امنیتي او کشفي ادارو ته دنده سپارلې، چې د دې پيښې عاملین پیدا او تر قانوني پوښتنو لاندې يې ونیسي:

"موږ د دغه پيښې څخه خبر شوي یو، پرون مازدیګر ناوخته په خپله دا ځوان او ورسره یو څو ملګري يې د ولایت مقام ته راغلي ول، دوی مستقیماً د هغو کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده، چې د ده په خبره دی يې د ښار د منځه پورته کړی او بیا يې وهلی دی.

موږ هم د دوی د عریضې په اساس باندې امنیتي او کشفي ارګانونو ته د یو مکتوب په اساس باندې لارښوونه کړې، دغه کسان چې هر څوک وي، پیدا یې کړي او تر قانوني پوښتنو لاندې يې ونیسي."


په خوست کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سرپرست شفیق وفا مشال ته وویل، چې دوی دا موضوع د مرکزي کمیسیون سره شریکه کړې او د هغوی د لارښوونو په رڼا کې به اجراات وکړي.

بل خوا خوست امنیه قوماندان نن د یکشنبې په ورځ د نوموړي ولایت د ملکي او پوځي چارواکیو سره په یوه ګډه ناسته کې رسنیو ته وویل، چې کشفي ادارو ته يې دنده سپارلې چې د پیښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري، نوموړي ټینګار وکړ، چې په هېڅ قیمت به چاته اجازه ورنکړي، چې د ښار عامه نظم او د ښاریانو فردي خوندیتوب ته زیان ورسوي.

د یادونې وړ ده، څه موده مخکې هم د خوست ښار د رایې شمېرنې په یو مرکز کې د زورواکو له خوا یو شمېر صندوقونه مات شوي ول.
XS
SM
MD
LG