د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

تورچینوف: نه پرینږدو چې د کریمیا سناریو بیا تکرار شي


د اوکرایین سرپرست ولسمشرالکساندر تورچېنوف د دغه هېواد په ختیځ کې روسي پلوه فعالینو ته تر دوشنبې نیټه ټاکلي چې خپلې وسلې وسپاري کنه نو په وړاندې به یې پوځي عملیات وکړي.

اوکراییني چارواکو وروسته له هغه د پوځي عملیات د پیل اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په ختیځ کې روسي پلوه فعالینو تیره ورځ د اوکرایین سلوویانسک ښار ونیو او د راپورونو له مخې یې څو نور ختیځ ښارونه یې هم په نښه کړې.

د اوکرایین سرپرست ولسمشرالکساندر تورچېنوف پرون په یوه ژوندې ټلویزیوني خپرونه کې وویل، چې روسیه د اوکرایین په ختیځ کې د بې نظمیو په خورولو د دغه هېواد پرضد جګړه پیلول غواړي. خو ده زیاته کړه چې د کېف چارواکي به پرینږدي چې د کریمیا سناریو بیا تکرار شي.

الکساندر تورچېنوف یاغیانو ته سپارښتنه کړې چې که وسله وسپاري او له جګړې لاس واخلي نو سزا به ونه ویني:

″د هغو کسانو لپاره چې زموږ پر سرتیرو ډزې نه کوي، خپله وسله تسلیم کړي او د دوشنبې تر سهار پورې له نیول شویو دولتي ودانیو ووځي، ما یو حکم لاسلیک کړی چې دا تضمینوي چې دوی به هیڅ ډول سزا نه ویني.″

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د کېف دا پریکړه شرموونکې ده او دا یې د لویدیځ مسولیت بللی چې په اوکرایین کې د یوې سیمه يیزې جګړې مخنیوی وکړي.

دغه وزارت دغه راز ویلي، چې په دې اړه به ډیر ژر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د اروپا د امنیت او همکاری له سازمان سره بحث وکړي.
XS
SM
MD
LG