د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

اشرف غني احمدزي د انتخاباتو د قسمي پایلو هرکلۍ وکړ


د افغانستان د ولسمشری یو کاندید اشرف غني احمدزی وایي، چې لس فیصده نتایج نه شي کولای د وروستیو پایلو عمومي تصویر وښیي.

ښاغلي احمدزي د ولسمشری انتخاباتو د لومړنیو نتایجو هرکلۍ وکړ او هیله یې وښوده چې تقلبي او پاکې رایې له یو بل څخه بیلي شي او د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه یې د رایو د دقیقي عمومي شمېرې د وضاحت غوښتنه وکړه.

د افغانستان د ولسمشری یوکاندید اشرف غني احمدزی هیله من دی چې د اتو نورو ولایتونو رایې هم چې صندوقونو ته اچول شوي ډیر ژر معلومي شي.

ښاغلي احمدزي د ولسمشری انتخاباتو د لومړنۍ لس فیصده نتایجو تر اعلان وروسته د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه وغوښتل، چې پاکې او تقلبي رایې سره بیلې کړي او د رايي ورکوونکو دقیقه عمومي شمېره دې واضح کړي.

دغه کاندید د انتخاباتو د خپلواک او د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیونونو په کار کې د شفافیت غوښتنه وکړه.

ښاغلي اشرف غني دغه راز له ولسمشر کرزي د ده په وینا په دغو انتخاباتو کې د بې طرفۍ ساتلو له کبله مننه وکړه.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ نتیجه پرون د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شوه. دغه کمیسیون وایې، دا نتیجه د شپږ ویشتو ولایتونو د شمېرل شویو پنځه سوه زره رایو څخه راوتلې ده.

د دغو شمېر له مخې عبداله عبداله د یو څلویښت اعشاریه نهه فیصده، اشرف غني احمدزي د اوه دیرش اعشاریه شپږ فیصده او زلمي رسول نهه اعشاریه اته فیصده رایې اخستي دي.

همدا رازعبدالرب رسول سیاف، قطب الدین هلال، محمد شفیق ګل اغا شیرزوی، داوود سلطانزوی او هدایت امین ارسلا په ترتیب سره څلورم، پنځم، شپږم، اوم او اتم کتار کې راغلي دي.

د دې نتیجې په اړه مو د عبداله عبداله د غبرګون هڅه وکړه، خو هغه خبرو ته حاضر نه شو.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه فیفا او د شفافو انتخاباتو ټولنې هم د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه غوښتي، چې د رايي ورکوونکو د عمومي شمېرې په اړه جزییات له خلکو سره شریک کړي.

دغه کمیسیون د انتخاباتو د ورځې په وروستیو کې ویلي وو، چې څه باندې اوه میلیونه واجد شرایط کسانو خپلې رایې کارولي دي، خو اوس د لومړنې نسبي نتیجې سره دا د رايي ورکوونکو د دقیقي شمېرې په اړه پوښتنې راپور ته شوي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني په خپلو وروستیو څرګندونو کې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په اړه ویلي:

″ډیره ستونزمنه ده، چې سړی وروستۍ دقیقه فیصدي ووایې، خو کوم اټکل چې موږ کړی شاوخوا اوه میلیونه وګړو ګډون کړی. خو ترهغو چې ټوله پروسه ختمه شوې نه وي د دقیقي شمېرې ویل ګران کار دی.″

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې پرونۍ لس فیصده رایې نسبي دي او ښایې تغیر وکړي.

ټاکل شوې د بدخشان، بغلان، غور، نورستان، دایکندي، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو رایې په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.

د انتخاباتو کمیسیون د معلوماتو له مخې به وروستي نتایج د ثور میاشتې پر څلرویشتمه نیټه اعلان شي.

که چېرې هیڅ یو کاندید پنځوس جمع یو رایې پوره نه کړي نو دوه ترټولو مخکښ کاندیدان به دوهم دور سیالي سره کوي. خو تر اوسه روښانه نه ده چې ایا انتخابات به دوهم دور ته ولاړشي که څنګه.
XS
SM
MD
LG