د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

مستغني: ملا اغاجان معتصم په دوبۍ کې لا درکه شوی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د طالبانو یو پخوانی چارواکی ملا اغاجان معتصیم په دوبۍ کې لا درکه شوی دی.

ښاغلي معتصم په داسې حال کې نیول شوی، چې په وروستیو کې یې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره د سولې په اړه خبرې پیل کړې وې.

د دې زوارت ویاند احمد شکیب مستغني په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوی د متحده عربي امارتو له چارواکو سره د هغه موندلو په اړه خبرې روانې دي.

بالاخره د افغانستان دولت تایید کړه، چې د طالبانو د سیاسي کمیټې پخوانی رییس ملا اغاجان معتصم له څه مودې راهیسې لا درکه شوی دی.

د دې وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې اغاجان معتصم د موندلو په اړه د متحده عربي اماراتو له جګپوړیو چارواکو سره خبرې روانې دي:

″د افغانستان د اسلامي جمهوريت تاییدوي، چې اغاجان معتصیم په متحده عربي اماراتو کې لادرکه شوی، افغان حکومت په دې اړه د متحده عربي اماراتو له لوړ پوړیو چارواکو سره اړیکې نیولې دي او هڅه کوو چې د هغه برخلیک معلوم کړي، خو له بده مرغه تر اوسه پورې د هغه په اړه موږ زیات جزیات نه لرو.″

ښاغلي مستغني زیاته کړه، چې تر اوسه د دوی خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

ښاغلي معتصم په داسې حال کې لادرکه شوی، چې د افغانستان د سولې عالي شورا دې ته چمتوالی نیوه ترڅو د نوموړي په مشرۍ د طالبانو د پخوانیو چارواکو له یوې ډلې سره د سولې په اړه بله غونډه وکړي.

د معتصم په مشرۍ د طالبانو شاوخوا شلو پخوانیو چارواکو په وروستیو دوو میاشتو کې په متحده عربي اماراتو کې له افغان دولت سره دوه ځلي خبرې هم کړې وې.

معتصم ژمنه کړې وه، چې د مذاکراتو دې لړۍ ته به دوام ورکوي.

نوموړي د طالبانو د سیاسي کمټې مشر و، چې څو کاله مخکې په کراچۍ کې په یوې وسلوالې حملې کې ټپي او بیا ترکیې ته د درملنې لپاره انتقال شو.

د سیاسي چارو ځیني کارپوهان په دې باور دي دا چې په سیمه که استخباراتي جګړه روانه ده، امکان لري اغاجان معتصیم هم د همدې پېښې ښکار شوی وي.

احمد سعیدي ازادۍ راډيو ته وویل، کېدای شي اغاجان معتصیم د پاکستان استخباراتي ادارې ای اس ای یا بلې کومې کړۍ تښتولی وي:

″دا چې په افغانستان او سیمه کې استخباراتي جنګ روان دی استخباراتي جنګونه کولای شي هرڅه ګډوډ کړي.

زه باور لرم چې شاهد اغاجان معتصیم به ای اس ای یا بلې کومې استخبارتي کړۍ تښتولي وي، په دې معامله کې استخباراتي کړۍ شاملې دي.″


دا څوم ځل دی چې د طالبانو د هغو مشرانو مخه نیول کیږي، چې له افغان دولت سره په مذاکراتو کې ښکیل کیږي.

پخوا تر دې افغان دولت ادعا کړې وه چې پاکستان وروسته له هغې د طالبانو د مشر مرستیال ملا عبدالغني برادر نیولی و چې له افغان دولت سره مذاکراتو ته زړه ښه کړی و.

که څه هم ملا برادر د پاکستان له زندانه خوشې شوی دی خو د سولې له پروسې سره یې تراوسه کومه مرسته نه ده کړې.

ځیني کتوونکي وايي، چې د سیمې استخباراتي کړۍ د افغانستان د سولې په پروسې کې خنډونه رامنځ ته کوي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG