د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

یو امریکايي پلاوي افغان انتخابات وڅارل


د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د مجلس د ریس جان بوهنر په مشرۍ د دې مجلس د یو شمېر جمهوري غوښتونکو استازو یو هییت افغانستان ته تللی دی.

د جان بوهنر دفتر د دوشنبې په ورځ وویل، د دې سفر هدف په افغانستان کې د یو شمېرامریکايي سرتیرو د پاتې کیدو په اړه د دوی ټینګار او په دې هېواد کې د ترسره شویو انتخاباتو ارزیابي ده.

افغانستان ته د امریکا د استازو د مجلس د مشر او ورسره ملګرو اوو نورو جمهوري غوښتونکو استازو دا سفر د یکشنبې په ورځ پیل شوی دی او تر اوسه یې په ترڅ کې په افغانستان کې د میشتو امریکایي سرتیرو، په کابل کې د امریکا له سفیر او په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ځواکونو له قومندان سره کتلي دي.

د امریکا د استازو د مجلس ریس او غړي په داسې حال کې افغانستان ته ځي، چې په دې هېواد کې د وري د میاشتې د ۱۶ نیټې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو له انتخاباتو وروسته اوس د رایو د شمېرلو او نتایجو د اعلان ورځې دي، چې له مخې به یې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې له یو منتخب حکومته بل منتخب حکومت ته واک انتقال شي.

له بلې خوا امریکايي محاربوي ځواکونه هم د روان عیسوي کال ترپای پورې له افغانستانه د وتلو چمتوالی نیسي.

ولسمشربارک اوباما غواړي، چې د همدې کال تر پای پورې ډیر او ممکن ټول امریکايي سرتیري له افغانستانه وباسي او په دې هېواد کې د امریکا هغه جګړه پای ته ورسوي چې د ۲۰۰۱ م کال د سیپټمبر د یولسمې نیټې له بریدونو وروسته یې پیل کړې ده.

امریکايي چارواکي غواړي، چې یو شمېر سرتیري په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې او د هغوی د ملاتړ لپاره پریږدي خو ولسمشرحامد کرزي تر اوسه پورې له امریکا سره د هغه دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون له لاسلیکولو ډډه کړې چې له مخې یې امریکايي ځواکونه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې پاتې کیدای شي.

رویټرز خبري اژانس افغانستان ته د امریکا د استازو د مجلس د جمهوري غوښتونکو غړیو ددې سفر په اړه په یو راپور کې وايي:

ډیر جمهوري غوښتونکي په افغانستان کې د لا ‌ډیرو امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو غوښتنه کوي او غواړي چې په افغانستان کې د عراق تیروتنې تکرار نه شي.

له عراقه چې په ۲۰۱۱ م کال کې ولسمشر بارک اوباما ټول امریکايي سرتیري وایستل، ورپسې په دې هیواد کې فرقه یي شخړو زور واخیست.

د جان بوهنر دفتر د دوشنبې په ورځ افغانستان ته د امریکا د استازو د مجلس د مشر او اوو جمهوري غوښتونکو غړیو د سفر په اړه وویل، د دې سفر هدف دا دی چې یو قوي او څرګند پیغام ورسوي او هغه دا چې، دا مجلس غواړي چې په افغانستان کې په مناسب شمیر امریکايي سرتیري پاتې شي.

په افغانستان کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو څرنګوالی د کابل او واشنګټن تر منځ د هغه دفاعي او امنیتي تړون له مخې ټاکل کې چې تر اوسه پورې یې ولسمشر حامد کرزي له لاسلیکولو ډه ډه کړې ده.

ښاغلی کرزی ټینګار کوي، چې د دې تړون د لاسلیک لپاره دې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې په عملي ډول د سولې بهیر پیل کړي او د بهرنیو ځواکونو له بریدونو څخه دې د افغانانو د کورنو خوندیبوب تضمین کړي.
XS
SM
MD
LG