د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

مجاهد: راتلونکی ولسمشر دې د سولې پروسې ته لومړيتوب ورکړي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د نوي ولسمشر له ټاکل کیدو او د حکومت له نوي کیدو سره ښايي د سولې د ټینګښټ لپاره په خبرو کې نوي پرمختګونه وشي.

د افغانستان د سیاسي چارو یو شمېرڅيړونکي هم باور لري چې ښايي د نوي حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرې مثبتې نتیجې ته ورسیږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا لومړي مرستیال نن ازادي راډیو ته وویل، چې نوي حکومت به له وسله والو طالبانو سره د سولې په مذاکرو کې د عملي پرمختګ لاره خلاصه کړي.

د مولوي عبدالحیکم مجاهد په وینا، د سولې د مذاکرو په ارتباط د خوشبینۍ یو دلیل دا دی چې د جمهوري ریاست ټولو کاندیدانو سولې ته په خپلو کاري پروګرامونو کې اولویت ورکړی.

مجاهد زیاته کړه، چې په افغانستان کې د حکومت بدلون او د انتخاباتو له لارې د نوي ولسمشر ټاکل کیدل، وسله والو طالبانو ته هم ښه موقع ورکوي چې د سولې لپاره عملي ګامونه واخلي:

″اوس هغه عمده مسله چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکو موجودیت وو، د پای ته رسیدو په حال کې ده نو له وسله والو مخالفینو هم غواړو چې د افغانستان د ملي ګټو ، د اسلامي تعلیماتواو احکامو په چوکاټ کې له نوي ریس جمهور او نړیوالې ټولنې سره په مثبت تفاهم کې شامل شي څو روان بحران پای ته ورسیږي.″

د سولې د عالي شورا د اجرایوي کميټې غړي محمد امین وقاد ازادي راډیو ته وویل، د حکومتي نظام تغیر د سولې مذاکرو ته یو خنډ وو چې د نوي حکومت له تشکیل سره له منځه ځي:

″زیات امید دا دې چې د سولې پروسه به نوی رنګ واخلي. مخکې داسې اندیښنې وې چې مخالفین شاید وغواړي چې یو انتقالي حکومت جوړ شي، پر قوانینو تجدید نظر وشي او بیا د راتلونکي نظام په اړه چې صدراتي وي، جمهوري وي او یا اسلامي امارت وي مخالفین او حکومت ګډه پریکړه وکړي. خو د جمهور ریس له نوي کیدو سره ، دا مسله له اجنډا وزي.″

د افغانستان د سولې عالي شورا په ۱۳۸۹ لمریز هجري کال کې جوړه شوې ده .

خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د ټینګولو لپاره د د دې شورا د کار د موثریت په اړه تل ضد او نقیض نظرونه موجود وو.

د افغانستان د چارو یو شمېرکتونکي انتقاد کوي، چې د سولې عالي شورا تر ډیره حده حکومتي پروګرامونه لري او پر وسله طالبانو نفوذ نه لري.

د دې ترڅنګ زیات څارونکي په افغانستان کې د سولې د هڅو د بریالیتوب لپاره د پاکستان همکاري مهمه ګڼي .

په عین حال کې، یوه څارونکي محمد اسحق اتمر ازادي راډیو ته وویل، دا مسله چې هر نوی حکومت نوي پروګرامونه لري، د سولې په اړه خوشبینی پیدا کوي:

″مخالفینو تر اوسه له حکومت سره د مذاکروله پيله ډډه کوله خو زه فکر کوم کله چې نوی ولسمشر راځي، د سولې لپاره به یوه پروسه لري. تراوسه د سولې عالي شورا یو ډول، ولسمشر بل ډول او نورو نهادونو بل ډول برنامې درلودې.

زه فکر کوم که یو مشترک فهم رامنځ ته شي، نوی ولسمشر یو نوی ور پرانیستلای شي.″

وسله والو طالبانو په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو له انتخاباتو سره مخالفت اعلان کړی وو خو د نوي حکومت د ټینګیدو او د سولې د مذاکرو پر څرنګوالي یې تر اوسه تبصره نه ده کړې.
XS
SM
MD
LG