د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ تعلیمي مرکز ته نوې ودانۍ پرانیستله


د افغانستان د پوهنې وزارت په کابل کې د ساینس او ټکنالوژۍ تعلیمي مرکز ته نوې ودانۍ پرانیستله.

د پوهنې وزیرغلام فاروق وردګ د سې شنبې په ورځ د دې مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، چې په دې ودانۍ دیارلس میلونه ډالره لګیدلي چې چین مرسته کړی.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، چې په کابل کې د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز د نوې ودانۍ په جوړیدو سره به د ښوونځيو زده کوونکو ته په ساینسي برخو کې د عملي زده کړې زمینه لا ډيره مساعده شي.

د پوهنې وزیر غلام فاروق وردګ د سې شنبې په ورځ د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، چې په دې مرکز دیارلس میلیونه ډالر لګیدلي چې د چین له خوا مرسته شوې.

هغه وویل، چې دغه مرکز د زده کوونکو د درسي موادو د جوړولو او په ساینسي مضمونونو کې د زده کوونکو د روزنې لپاره جوړ شوې دې.

د پوهنې وزیر زیاته کړه، چې دا مرکز به په کابل او ولایتونو کې د درسي وسایلو د جوړیدو او عملي زده کړو په برخه کې ‌ډیره مرسته وکړي.

د ساینس او ټکنالوژۍ د مرکز نوې ودانۍ دوه اویا اداري خونې، د کنفرانسونو تالار، کتابتون، لابراتوارونه، درسي خونې او د مطالعې ځای لري.

دغه مرکز په ۱۳۴۰ لمریز کال کې د پوهنې وزارت د سمعي او بصري ټکنالوژۍ د عمومي مدیریت تر نامه لاندې جوړ شوی و.

په دې مرکز کې د ساینسي مضامینو لکه کیمیا، بیولوژي، فزیک، ریاضي او چاپیریال ساتنې په برخو کې مسلکي ښوونکي روزل کیږي.

په یادو مراسمو کې د چین سفیر پخپلو خبرو کې وویل چې له دې مرکز سره مرسته د افغانستان له بیارغونې سره د چین د دوامدارې مرستې یوه بیلګه ده.

ډینګ شي چون افغانستان د چین مهم ګاونډی وباله او ویې ویل:

″افغانستان د چین مهم ګاونډی دی، دواړه هېوادوه نه یوازې دا چې په یو رنګه غرونو سره نښلیدلي دي، بلکې ګډې ګټې هم لري.

چین په قاطعیت او فعالانه توګه د افغانستان د سولې او بیارغونې په پروسه کې برخه اخیستې ده، په تیره یوه یوه لسیزه کې چین له افغانستان سره پرته له کوم شرطه ډیره مرسته کړې ده.″

د پوهنې وزیر د سې شنبې په ورځ په کابل کې د سید جمال الدین افغان د ښوونکو د روزنې مرکز د کمپلیکس د جوړیدو د بنسټ ډبره هم کیښوده.

چارواکي وايي، د دې مرکز په جوړیدو یو سلو درې شپیته میلونه افغانی لګیږي چې د پوهنې وزارت له پراختیایي بودجې ورکول کیږي.

په ورته وخت کې د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز مشر ژمنه وکړه چې د دې مرکز له اسانتیاوو نه به په سمه توګه کار واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښوونځیو یو شمیر زده کوونکو شکایت کوي چې پخپلو ښوونځیو کې د عملي زده کړې لپاره وسایل او امکانات نه لري.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG