د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۸

امریکا د اکراین د حکومت د عملیاتو د پریکړې ملاتړ وکړ


ولادیمیر پوتین په دې ټیلیفوني مکالمه کې له بانکي مونه وغوښتل چې د اکراین په ختیځ کې د اساسي قانون مخالفې هڅې وغندي.

پوتین هغو پوځي عملیاتو ته اشاره کوله، چې اکرایني چارواکو پرون د روسیي پلوه ډلو پرضد اعلان کړل.

د اکراین حکومت د سې شنبې په ورځ هغو روسي پلوه ډلو ته خبرداری ورکړ چې ژر تر ژره د اکراین په ختیځ کې له دولتي ودانیو ووځي.

د امریکا متحد ایالتونو د اکراین د دې پریکړې ملاتړ وکړ. د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل:

″موږ د اکراین د حکومت د دې بیان ستاینه کوو چې هر اقدام به یې تدریجي او مسوولانه وي او موږ له دې سره موافق یوو چې له زوره کار اخیستل غوره لاره نه ده.

په دې بیان کې ویل شوي دي، چې د اکراین حکومت دا مسوولیت لري چې قانون تطبیق کړي او نظم رعایت کړي.

دغه پارونکې هڅې چې د اکراین په ختیځ کې روانې دي داسې وضعیت خلقوي چې حکومت باید ځواب ورته ووایي. د دې وضعیت د ارامي لپاره غوره لاره دا ده چې وسله وال له هغو ودانیو چې نیولې یې دي ووځي″


جي کارني زیاته کړه چې امریکا پر دې فکر نه کوي چې له اکراین سره په دې وخت کې پوځي مرسته وکړي، خو پر دې جدي غور کوي چې پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي.

امریکا مخکې روسیه تورنه کړې وه چې د اکراین په ختیځ کې ناکرارۍ پیدا کوي څو هلته په دې ډول خپلې پوځي مداخلې ته لاره هواره کړي.

د روسیې په باور د اکراین کړکیچ وروسته تر دې پراخ شو چې د کییف چارواکو د اکراین په جنوب ختیځ کې پوځي عملیات پیل کړل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، روسیه تمه لري چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه په ښکاره د اکرایني چارواکو له لورې دغه له اساسي قانون سره مخالفې هڅې وغندي.
XS
SM
MD
LG