د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

په کابل کې د افغان ترک څلورم نندارتون هم پرانیستل شو


د افغان ترک څلورم نندارتون نن سې شنبې په کابل کې پرانیستل شو.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه د افغان او ترکیې سوداګرو له خوا د دوه اړخیزو نندارتونونو جوړیدل، په افغانستان کې د پانګونې لپاره ارزښتناک بولي.

په دغه نندارتون کې د افغانستان او ترکیې یو شمیر شرکتونو خپل بیلابیل محصولات په سلو غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي.

د افغان ترک نړېوال څلورم نندارتون د ترکي سوداګرو او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکاري د څلور ورځو لپاره په کابل کې پرانیستل شو.

په دې نندارتون کې د دواړو هېوادونو څخه ۷۰شرکتونو په سلو غرفو کې خپل محصولات او خدمات نندارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د سوداګرې او صنایعو خونې مشر محمد قربان حقجو د سې شنبې په ورځ د دې نندارتون د پرانستلو پر وخت وویل، دا ډول نندارتونونه کولای شي د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر ودې مثبت اعیز وکړي:

″دا خپله یو فرصت دی د افغان سوداګرو لپاره، چې د ترکيي له لارې، له نړۍ سره وصل شي.

بهرني شریکان افغانستان ته راوړو څو پانګونه وکړو د زراعت په برخه کې او هغه صعنت چې زراعت پورې اړه لري، د مدني موادو پروسس ته د صعنت زمینه برابره کړو څلور کاله مخکې چې موږ لومړي نندارتون پرانیست د سوداګرې حجم مو ۱۵۹ میلیونه ډالره و، خو نن ورځ اوه فیصده په کې زیاتوالی راغلی او درې سوه میلیونو ډالرو ته رسیږي.″

په دې نندارتون کې بېلابېل ساختماني مواد، زراعتي ماشیونونه، الکترونیکي خدمتونه، خوراکي مواد، جامې، د کور او دفترونه فرنیچر په ۴۰ افغاني غرفو او ۳۰ ترکې غرفو کې نندارې ته وړاندې شوې و.

د افغان-ترک لومړنی نندارتون په 1390 کال کې په کابل کې جوړ شوی و، چې د ترکیې ساختماني مواد په کې نندارتې ته وړاندې شوي و.

تېرکال هم په دا ډول نندارتون کې د ترکیې بېلابېل محصولات نندارې ته ایښودل شوي وو، چې شلو زرو کسانو ترې لیدنه وکړه.

د افغانستان د اقتصاد وزیرعبدالهادي ارغندیوال چې په دې نندارتون کې ګډون کړی وو، وویل، چې ترکیې په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې د لوړ کیفیت پراختیايي کارونه ترسره کړي.

په عین وخت کې په افغانستان کې د ترکیې سفیر اسماعیل ارامز هم د دا ډول نندارتونو جوړول د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره ګټور وبلل او ویې ویل:

″زه هلیه لرم چې د دواړو هېوادونو سوداګر د همدې نندارتون له لارې سره را ټول شي او د افغانستان او ترکیې د اقتصاد ودې لپاره کار وکړي، موږ ترکان ټول افغانانو د ورور په شان پیژنو .″

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرې کچه نږدې درې سوه میلیونو ډالرو ته رسیدلې، چې ډیره برخه کې له ترکیې څخه د افغانستان واردات جوړوي.

د دې خونې د مسوولینو په وینا په وروستیو دوو کلونو کې ترکیې ته د افغانستان صادرات هم دیرش فیصده زیات شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په ۱۳۹۱ کال کې له ترکیې سره یوه موافقه وکړه چې له مخې به یې تر راتلونکو لسو کلونو پورې به په افغانستان کې د افغان-ترک نندارتونونه جوړیږي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG