د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

"هغه امنیتي سرتیری نیول شوی چې مریم کوفي يي ټپی کړې وه"


د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کس چې د ولسي جرګې په غړې مریم کوفي ډزې کړي، امنیتي سرتیری دی او د دوی له خوا نیول شوی.

د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، اغلې کوفي پرون شپه د اریا ښار ګوټي په سیمه کې د یوه امنیتي منسوب له خوا له یوې لفظي شخړې وروسته په ډزو وویشتل شوه.

په ولسي جرګې کې د تخار د خلکو استازې مریم کوفي د چهارشنبې په شپه د کابل د اریا ښارګوټي په سیمه کې د یوه کس له خوا په ډزو وویشتل شوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې په دې اړه لیکلي، چې اغلې کوفي د یوه امنیتي افسر له خوا تر لفظي شخړې وروسته په ډزو ویشتل شوې.

اعلامیه زیاتوي پولیسو د دې قضیې اصلي عامل نیولی دی.

په اعلامیه کې نه دي ویل شوي، چې دا نیول شوی امنیتي افسر په کوم امنیتي ارګان پورې مربوط دی.

له بلې خوا د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې پر مریم کوفي دا حمله وغندله.

ښاغلي عرفان وویل، امنیتي ارګانونه باید د خلکو د استازو درناوی وساتي که نه نو دا پیښې به د افغان دولت د اجرایه او مقننه قوې ترمنځ جنجالونو ته لمن ووهي:

″اول دغه حادثه چې تېره شپه منځته راغلې په کلکو الفاظو باندې غندو. زما په اند دا یو سوتفاهم و کوم قصدي عمل نه و که چیرې حکومت دغه قضیه بررسي کړي او جدي غور لاندې ونیسي او مجرمین قانون منګولو ته وسپاري نو انشالله په اینده کې فکر نه کوم تنش او جنجال د دې دوه قوو ترمنځ رامنځته شي خو که چیرې احیانا حکومت او امنیتي چارواکي په دې حصه کې بې غوري وکړي فکر کوم منفي تاثیرات به ولري.″

عرفان زیاتوي، اغلې کوفي اوس ښه ده او روغتیايي حالت یې د اندیښنې وړ نه دی.

د کابل امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې په اغلې کوفي دا حمله د تیرې شپې په نهو بجو شوې او له هغې وروسته د پولیسو له خوا روغتون ته انتقال شوې.

په اغلې کوفي باندې په داسې حال کې د یوه افسر له خوا ډزې وشوې او ټپي شوه چې د همدې ورځې په پیل کې د فواید عامې وزارت مرستیال احمدشاه وحید د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول شو.

د کابل امنیې قومندان جنرال ظاهر ظاهر ازادۍ راډیو ته وویل، ښاغلی وحید د خیرخانې په سیمه کې د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوی خو د امنیتي ادارو له خوا یې د موندلو لپاره هڅې په شدت سره روانې دي.

ښاغلي ظاهر همدا راز وویل، احمدشاه وحید له دوی څخه د ساتونکو غوښتنه نه وه کړې او بل د هغه دندې ته په کتو کېدای شي دا قضیه رامنځته شوې وي:

″دوی له موږ کوم ساتونکی نه و غوښتلی. طبیعتا څوک چې معین کیږي نو باید ساتونکی ورسره و اوسي.

د دوي سر او کار له قراردادونو، پروژو او ورته قضیو سره و. د پیسو لپاره ډېرې قضیې رامنځته کیدای شي که چیرې یو قرارداد له یوه کس واخیستل شي په میلیونونو پيسې تاوان ور اوړي مقابل لوری ددې لپاره چې زیانمن نه شي هر څوک چې مخې ته ورشي له خپلې لارې یې لرې کوي.″


د ښاغلي ظاهر په خبره دا په پیل شوي کال کې د لوړپوړودولتي چارواکو د تښتونو لومړۍ پیښه ده.

انجینراحمدشاه وحید چې د فواید عامې وزارت مرستیال دی د سه شنبې په ورځ د کابل به خیرخانې سیمه کې د ناپيژاندو وسله والو له خوا وتښتول شو، چې تراوسه یې سرنوشت معلوم نه دی.

د سې شنبې په ورځ د انجینیراحمدشاه وحید تښتونه او د شپې له خوا د ولسي جرګې په غړې مریم کوفي باندې ډزې او د هغې ټپي کیدل دوه پيښې دي چې پرله پسې وشوې.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG