د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

ولسي جرګې د ارزښت په زیاتوالي باندې د مالیې قانون تصویب کړ


د افغانستان ولسي جرګې د ارزښت په زیاتوالي باندې د مالیې قانون په نهو فصلونو او ۳۵ مادو کې تصویب کړ.

د دې قانون له مخې، د قیمتي اجناسو پلورنکي نه یوازې باید حکومت ته د دې اجناسو د واردیدو په صورت کې مالیه ورکړي، بلکې، هغه ګټه چې دوی په کې کوي، له هغې څخه هم باید مالیه ورکړي.

ولسي جرګه وايي، چې دغه قانون په هغو کمپنیو او شرکتونو د عملي کیدو وړ دی، چې پرمخ تللي او عصري اجناس پلوري.

دوی وايي، چې په دې اجناسو کې زینتي لوښي، لوکس موټرونه، تعمیراتي موادو او د برق سامان الات راځي او په خوراکي او نورو ارزان بیه موادو باندې د پلي کیدو وړ نه دی.

د دې قانون له مخې، هرهغه څوک چې په بازارونو کې دغسې قیمتي اجناس پلوري، باید حکومت ته له عادي مالیې پرته، د ګټې مالیه هم ورکړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې په دې اړه وویل:

″د ارزښت په زیاتوالي باندې د مالیې قانون په نهو فصلونو او ۳۵ مادو کې رايي ته وړاندې کیږي مخالف سور کارت او موافق شین کارت، د شپاړسو مخالفو رایو په ورکولو سره په غوڅ اکثریت سره د ارزښت په زیاتوالي باندې د مالیې قانون تصویب شو.″

په یاد قانون باندې د دوشنبې په ورځ هم ولسي جرګه کې بحث شوی و، چې د دو مادو په تعدیل سره د چهارشنبې په ورځ تصویب شو.

د جرګې د ځینو غړیو وړاندیز دا و، چې مالیه ورکوونکي باید لس فیصده مالیه ورکړي، خو په عمومي غونډه کې یې اته فیصده مالیه ورکول تصویب شوه.

د ولسي جرګې د مالیې او بودجې کمېسیون وايي، د دې قانون په تطبیق به افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان د متکي کېدو خوا ته یو ګام واخلي.

د دې کمېسیون رییس امیرخان یار ازادۍ راډیو ته وویل، چې د مالیې وزارت د معلوماتو په اساس د دغه قانون په پلي کېدو سره به په راتلونکو شپږو میاشتو کې حکومت لس میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي:

″د مالیې وزارت د معلوماتو په اساس د مهال په افغانستان کې څلورسه لویې کمپنۍ چې سرمایه یې له دوه سوه میلیونو ډالرو زیاته ده په دوی باندې به سم لاسي عملي کیږي.

زه په دې باور یم چې په شپږو میاشتو کې به موږ له دې لارې لس میلیارده افغانۍ عواید زیات کړو او کېدای شي په را روانو کلونو کې زموږ کلنۍ عواید دیرش میلیارده ډالرو ته لوړ شي.″


ښاغلي یار وویل، چې افغانستان د قوانینو په پلي کېدو کې اوس هم ستونزې لري، خو هیله څرګنده کړه چې د یا قانون په پلي کېدو کې اړوندې ادارې چټک اقدام وکړي.

د کمېسیون چارواکي وايي، دا مهال یاد قانون د ګاونډیو په ګډون د نړۍ په ۱۴۵ هېوادونو کې د تطبیق وړ دی.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG