د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

"د افغان حکومت وزارتونه که په خپل سر پاتې شي، سقوط کولای شي"


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان د حکومت تقریبا ټول وزراتونه د امریکايي ځواکو تر وتلو وروسته د چارو د پرمخ بیولو توان نه لري.

د واشنګټن ټایمز په حواله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوله چې د دې څيړنې جزیات له امریکايیانو پټ کړي او هغوي په له افغانستان سره د خپلو مرستو له خواشینونکي برخلیکه بې خبر وساتي.

په څيړنه کې ویل شوي، چې د افغان حکومت وزارتونه د پوهې او مسلکي قابیلت د کموالي او د کمزورو بنیادونو له امله په حساس وضعیت کې دی او که چیرې په خپل سر پاتې شي، سقوط کولای شي.

واشنګټن ټایمز وايي، د امریکا حکومت د میلیاردو ډالرو له مصرف سره هم نه دی توانیدلی چې په افغانستان کې یو پایدار ملکي حکومت رامنځ ته کړي.

خو په کابل پوهنتون کې استاد او د سیاسي حالاتو یو کتونکی فاروق بشر وايي، د افغانستان د حکومت په اړه د داسې رپوټو خپریدل مایوسي پيدا کولای شي.

فاروق بشر ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان حکومت اوس روزل شوي ملکي او پوځي تشکیلات لري او د امریکا د حکومت له خوا داسې څيړنې له وضعیت سره مرسته نه شي کولای:

″افغانان اوس کولای شي چې خپلې چارې تر یوه حده سر ته ورسوي خو مشروط پر دې چې امریکاییان موږ ته تهیدیدونه بند کړي، امریکاييان واقعا له موږ سره د تعلیم او تربیې، نظامي تعلیماتو او انکشافي پروژو لپاره مرسته وکړي.

د پاکستان مخه هم باید ونیسي چې په افغانستان کې لاسوهنه ونه کړي څو سوله راشي.

که سوله ټينګه شي نو په افغانستان کې بې سارې سرمایه ګذاري کیدلای شي.″

په څيړنه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په ملاتړ د نړېوالو پراختیايي مرستو د ادارې [USAID] له خوا په افغانستان کې د مسلکي کسانو د روزنې لپاره د میلیونو ډالرو د ضایع کیدو یادونه هم شوې ده.

رپوټونه وايي، په ځيني مواردو کې دا پیسې د فاسدو سیاستوالو جیبونو ته تللي او یا هغو افراطي ډلو ته رسیدلې چې د افغانستان د بې ثباته کولو هڅې کوي.

خو د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کتونکی فاروق بشر وايي، په افغانستان کې د امریکا د پراختیايي مرستو یوه ستره برخه پر بهرنیو قراردادونو مصرف شوې ده:

″هر کال دوی راپور ورکوي چې په افغانستان کې فساد دی خو دا فساد یوازې په افغانستان کې نه دی بلکه بهرنیان هم په کې شریک دي.

دوی تر اوسه افغانستان ته د انکشافي پروژو لپاره تر لس یا شل فیصدو زیاتې پيسې نه دي ورکړي چې د افغان حکومت له خوا ولګیږي.

دا پيسې دوي په یوه لاس افغانستان ته راوړي او په بل لاس یې باسي، دوي ډير قراردادونه خارجيانو ته ورکوي.

زه فکر کوم داسې تهدیدونه د ګټې پر ځاي، د افغان ولس په ذهن کې کرکه پيدا کوي.″


فاروق بشر وویل، امریکايي مطبوعاتو او د دې هېواد کانګرس تل په افغانستان کې د مرستو لپاره د پروژو پر څرنګوالي رپوټونه ورکړي او ولس یې بې خبره نه دی.

د امریکا د نړېوالو پراختیايي مرستو د ادارې [USAID] ویاند مت هیریک هم واشنګټن ټایمز ته ویلي:

″دا چې په افغانستان کې د فعال حکومت د رامنځ ته کولو لپاره ملیاردونه ډالر د ضایع کیدو یا فاسدو چارواکو ته د رسیدو له خطر سره مخامخ دي نوې خبره نه ده. ″

هیریک زیاته کړې، امریکايیان باید حوصله ولري ځکه څو کاله مخکې په افغانستان کې وزارتونو په حقیقي ډول اصلا وجود نه درلود.

د مت هریک په وینا، په افغانستان کې دا پرمختګ څرګندوي چې په دې هیواد کې په تیرو څه باندې دولس کلو کې د امریکا هڅې په بشپړ ډول نه دي ضایع شوي.
XS
SM
MD
LG