د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

نور: د رایو د نتایجو پاڼې مرکز ته را رسیدلي دي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې له ټولو ولایتونو څخه د انتخاباتو د نتیجو پاڼې دوی ته ورسیدلي او تر کار لاندې دي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور ازادۍ راډیو ته وویل، چې د نتیجو دغه پاڼې په ولایتونو کې د رایو شمېرنې له مخې ډکې شوي او یوه یوه کاپی یې څارونکو ته هم ورکول شوې.

نوموړی وایي، که چېرې د ولایتونو په کچه د رایې ورکونې په کوم مرکز کې د درغلۍ ادعا ور ورسیږي، هغه رایې به بیرته په هماغه ولایت کې حسابیږي او مرکز ته به یې نوې نتیجې راځي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، له ټولو ولایتونو څخه د انتخاباتو د نتیجو پاڼې دوی ته ورسیدلي او دا مهال یې په جمع بندۍ باندې کار روان دی.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور وایي، چې د هر ولایت رایې د هماغه ولایت په مرکز کې شمېرل شوي او نتیجې یې هم په خوندي بڼه دوی ته انتقال شوي دي.

ښاغلي نور د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د ټاکل شوي مهال ویش له مخې د رایو د نتیجو په راټولولو کې کوم ځنډ نه دی راغلی:

"د څلور دیرشو ولایتونو د انتخاباتو د پایلو پاڼې د جمع اورۍ مرکز ته را رسیدلي او د پروسس لاندې دي، موږ یوازې د نتیجو پاڼې یا ریزلټ شیټونه چې په کې معلومه شوې، چې کوم کاندید په کوم مرکز کې څومره رایه اخیستې، هغه مو مرکز ته را انتقال کړي او د هماغو په اساس مخ ته روان یو او پروسس کوو یی."

تر اوسه د جمهوري ریاست د ۲۶ ولایتونو لس فیصده قسمي رایې شمېرل شوي، چې له مخې یې ډاکتر عبدالله عبدالله په لومړې، اشرف غني احمدزی په دویمې او زلمی رسول په دریمې درجه کې دی.

د دې رایو له مخې عبدالرب رسول سیاف په څلورمې، قطب الدین هلال په پنځمې، ګل اغا شیرزی په شپږمې، داود سلطانزوی په اومې او هدایت امین ارسلا په اتمې درجې کې واقع دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، دوی له ولایتونو څخه په ډیر احتیاط د رایو نتایج را انتقال کړي، خو زیاتوي، که بیا هم د ولایتونو په یو شمېر مرکزونو کې د درغلۍ ادعا وشي، دوی به هغه رایې بیرته د هماغه ولایت په مرکز کې حساب کړي.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي:

"د مراکزو په کچه باندې چې هرځای کې د درغلۍ ادعا موجوده وي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ۳۴ ولایتونو کې د ټاکنو دفاتر لري، موږ هلته د کاندیدانو استازي را دعوت کوو، جمع ناظرین او مشاهدین د هماغه ولایت او د هماغه ولایت رسنۍ را دعوتوو او د هغوی په مخ کی بیرته تفتیش ترسره کوو یا شمارش ترسره کوو، د ټاکنو خپلواک کمیسیون ډیر په احتیاط په دې برخه کې ګام پورته کړی دی."

د حمل د شپاړسمې په انتخاباتو کې څه باندې ۷ میلیونه افغانانو ګډون وکړ.

که څه هم تر اوسه د دې انتخاباتو نتیجې معلومې نه دي او په دې اړه د درغلیو شوې ادعاوې هم نه دي څیړل شوي، خو د ملګرو ملتونو او ناټو په ګډون ډیرو نړیوالو ادارو د افغانستان د انتخابات وستایل.

راپور: اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG