د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

م.م د افغان انتخاباتي کميسيونونو د ملاتړ پر ضرورت ټينګار وکړ


په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي د افغانستان د انتخاباتي کميسيونونو د ملاتړ پر ضرورت ټينګار وکړ.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبيش دا خبره د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون له مشرې سيما سمر سره له کتنې وروسته وکړه.

د يوناما له لوري په يوه اعلاميه کې ويل شوي، چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون او د يوناما مشر د حمل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې د افغانانو پراخ ګډون ستايلي او ويلي يې دي چې بايد د افغانانو رايې په شفاف ډول وشمېرل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي:

"موږ موافقه وکړه چې افغان رايي ورکوونکي هيله لري چې لازمه پروسه بايد اجرا شي، رايې يې وشمېرل شي، شکايتونه به بې پرې، مناسب وڅېړل شي، جعلي رايې وايستل شي او وروستيو حقيقي نتيجو ته کانديدان درناوي وکړي."

په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کميسيون ويندوي پرون وويل، د رايو ټول هغه بکسونه به قرنطين شي چې په اړه يې جدي شکايتونه موجود وي.

دا په داسي حال کې ده چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوي نور محمد نور ازادي راډيو ته وويل چې د ټولو ولايتونو د انتخاباتو نتيجې مرکز ته رسېدلي دي.

يان کوبيش او سيما سمر د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون په اړه هم خبرې وکړې ويې ويل، د افغانستان اوسني او راتلونکي حکومت ته پکار ده چې د افغانستان د بشري حقونو له کميسيون سره کار ته دوام ورکړي څو د دغه کميسيون خپلواکي او موثريت لا پياوړي شي.
XS
SM
MD
LG