د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

پاکستاني وسله والو طالبانو له حکومت سره اعلان کړى اوربند لغوه کړ


پاکستاني وسله والو طالبانو ددې هېواد له حکومت سره اعلان کړاى شوى مؤقتي اوربند لغوه اعلان کړ.

د پاکستان د دولتي راډيو د راپور له مخې، د پاکستاني وسله والو طالبانو عمومي وياند شاهد الله شاهد د چهارشنبې په ورځ ناوخته په يوې اعلاميه کې د پاکستان له حکومت سره اعلان کړى شوى ٤٠ ورځنى اوربند لغوه کړى دى.

د پاکستاني وسله والو طالبانو وياند په اعلاميه کې ويلي:
"د پاکستاني طالبانو شورا په يوه خوله دا پريکړه کړې، چې له حکومت سره اعلان کړى شوى اوربند دې ختم کړى شي، خو له حکومت سره دې د سولې د خبرو اترو لړۍ روانه وساتل شي."

پاکستاني وسله والو طالبانو د روان کال د مارچ په لومړۍ نېټه له ددې هېواد له حکومت سره يو مياشتنى مؤقتي اوربند اعلان کړى و، چې بيا وروسته يې دا اوربند د اپريل تر لسمې نېټې پورې وغځاوه.

شاهد الله شاهد په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د پاکستان حکومت د سولې په خبرو اترو کې سنجيده نه و او په خبره يې، پاکستاني سرتېرو په تېرو څلوېښتو ورځو کې د وسله والو طالبانو نزدې ٤٠ غړي وژلي او تر ٢٠٠ زيات ژوندي نيولي دي.

پاکستاني وسله والو طالبانو په داسې حال کې ددې هېواد له حکومت سره اوربند لغوه اعلان کړ، چې د پاکستان حکومت او وسله والو طالبانو د سولې د خبرو اترو لپاره کومېټې ټاکلي او دواړو لوريو يو شمېر ملاقاتونه هم کړي دي.

د پاکستاني حکومت د کومېټې غړيو د مارچ په ١٣مه نېټه د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني وسله والو طالبانو شورا له غړيو سره وليدل او د مذاکراتو د لړۍ په ګډون يې ورسره په يو شمېر نورو اړوندو مسئلو خبرې وکړې.

دا مهال د پاکستاني وسله والو طالبانو او ددې هېواد د حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو دويم پړاو روان دى. ددې خبرو اترو لومړى پړاو د روان کال د فبرورۍ په ١٧ مه نېټۀ هغه مهال وځنډېد، چې پاکستاني طالبانو هغه ٢٣ برمته شوي پاکستاني سرتېري ووژل، چې په ٢٠١٠م کال کې يې تښتولي وو.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت څه ورځې وړاندې د پاکستاني وسله والو طالبانو په غوښتنه او د سولې د خبرو اترو د کاميابولو لپاره د پاکستاني طالبانو ١٩ غېر پوځي بنديان هم خوشې کړي وو.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG