د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

کندز: څه باندې۱۰۰ ميليونه افغانی د برښنا لګښت نه دی تحويل شوی


د کندز ولايت د برښنا رياست اعلان وکړ، چې يو شمېر دولتي ادارو او زورواکانو، څه باندې ۱۰۰ ميليونه افغانۍ د برښنا لګښت نه دی تحويل کړی.

د کندز د برښنا رياست رییس انجينرحميدالله په یو خبري غونډه کې وويل، چې که څه هم دوي تېر کال د برښنا رسولو په چارو کې زیات پرمختګونه کړي خو له دې سره سره، له تېرو څو کلنو راپدېخوا په کندز کې یو شمېر دولتي ادارو او یو شمېر زور واکانو دې رياست ته د برښنا لګښت پیسې یې نه دي تحويل کړي او له قانونه پښې سپکوي:

″یو شمېر زورواکانو تر دې دمه څه باندې سل میلیونه افغانۍ د برښنا د لګښت پیسې يې نه دي تحویل کړي، دوي ته د بیت المال پیسې هم غنیمت ښکاري، په وخت سره د برښنا لګښت پیسې نه ورکول کېږي، د ملکي او نظامي اداراتو له خوا هم سره له دې چې په دې اړه څو ځلي غونډې هم جوړې شوي دي، خو لا هم دولتي اداراتو په دې اړه چوپتیا غوره کړې″

د کندز د برښنا رييس همدا رنګه وویل، چې په ۱۳۹۲ کال کې د نوموړي ریاست عواید ۱۴ سلنه زیات شوی، چې په ټولیز ډول څه باندې شپږسوه (۶۲۶۸۲۹۹۳۹)ميليونه افغاني عواید ترلاسه کړي.

د هغه په وینا چې په ۱۳۹۱ کال کې د کندز د برښنا ریاست څه باندې پنځه سوه (۵۴۸۶۲۸۴۹۷) میلیونه افغاني عواید ترلاسه کړي وو.

انجينر حميدالله زیاته کړه، چې د برښنا رياست په وار وار د کندز امنيه قوماندانۍ ته د هغوو کسانو د جلبولو خبر ورکړى، چې پيسې يې نه دي تحويل کړي، خو په دې اړه د امنيه قوماندانۍ له لوري سرغړونکو سره کوم کلک چلند نه دى شوى:

″په ۱۳۹۲ کال کې موږ څه باندې۲۰۰ جلبونه لرو، خو بدبختانه تر دې دمه له دې ۲۰۰ جلبونه څخه یو کس هم امنیه قوماندانۍ د قانون منګولو ته نه سپارلی، خو هغه کوم کسان چې موږ په خپله نیولي وو او کله چې قوماندانۍ ته تللي دي هلته په اساس دې روابطو له دوو ساعتو وروسته ازاد شوي دي، اصلآ تل قانون چې د پښولاندې کوي هغه چارواکې دي، خواران او فقیر خلک تل د قانون ترشاه وي.″

د هغه په وينا، د دې رياست کارکونکوو څو ځله پر هغوو کسانو برښنا پرې کړې ده، چې پېسې نه ورکوي، خو بيا په ناقانونه توګه له برښنا څخه استفاده کوي.

د کندز برښنا چې له تېرو لسو کلنو راپدېخوا د تاجکستانه غځېدلې ده، اوسمهال له دې ولایته بغلان او تخار ولایتونو ته هم برښنا غځول شوي.

راپور: اجمل ارین- کندز
XS
SM
MD
LG