د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

جنوبي کوریا: لاهم سلګونه کسان په سمندر کې ورک دي


د جنوبي کوریا د یوې بیړۍ د ډوبیدو له امله، سل ګونه کسان په سمندر کې ورک دي.

د ژغورنې ډلې د ورکو شویو کسانو په لټه کې خو ویل کیږي، چې د باد شدت زیات دی او د سمندر طوفاني څپو د خلکو د موندلو هڅې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دا بیړۍ تقریبا څلرویشت ساعته مخکې، د جنوبي کوریا د جنوب ختیځو سواحلو په شل کیلومترۍ کې ډوبه شوه.

په بیړۍ کې ۴۷۵ تنه سپاره وو، چې د رپوټونو پر اساس، اکثر یې د ښوونځي زده کونکي وو.

د جنوبي کوریا حکومت ویلي، چې ۲۸۷ تنه ژغورل شوي او پاتې کسان ښايي لا هم په بیړۍ کې بند پاتې وي.

مطبوعاتي رپوټونه وايي، بیړۍ د جنوبي کوریا له اینچیون بندره د جیو په نوم، د دې هېواد یوه تفریحي ټاپو ته روانه وه چې په لاره کې نسکوره شوه.

رپوټونه وايي، د پيښې ځای ته نږدې ساتونکو، د جنوبي کوریا سمندري ځواکو او ځيني خلکو چې د ژغورنې لپاره یې سمندر ته ور دانګلي، هڅه کوله چې که په بیړۍ کې څوک بند پاتې وي وژغوري خو کومه نښه یې ونه موندله.

د ډوبو شویو زده کونکو کورنۍ پرحکومت تور لګوي، چې د ژغورنې په کارکې یې سستي کړې، سم معلومات نه لري او تر پيښې وروسته یې چټک اقدام نه دی کړی.

خو د جنوبي کوریا حکومت وايي، چې د دوي ځانګړو ډلو پرون ورځ او تیره شپه د ورکو شویو خلکو د موندلو لپاره په سمندر کې تیره کړه.

حکومتي چارواکو ویلي، د خرابې هوا او شدید باد په خاطر د دوي کار له زیاتې سختۍ سره مخامخ دی.

حکومت اعلان کړی، چې درې ستر کرنونه یې د پيښې ځای ته استولي چې د جمعې په ورځ به ور ورسیږي څو نسکوره شوې بیړۍ را پورته کړي .

د جنوبي کوریا د ملي امنیت د ادارې مسول خبري اژانسونو ته ویلي، چې د ژغورنې مامورینو د تیرې شپې او نن سهار ترمنځ وخت کې پينځه وارې تر اوبو لاندې د تلاشۍ عملیات ترسره کړل خو هوا ډيره خرابه ده او اوبه طوفاني دي نو کار ته یې خنډ پيښږي.

خو داسې نه څرګندیږي چې د چارواکو خبرې د ډوبو شویو ماشومانو غمجنو میندو او پلرونو ته قناعت ورکولای شي.

د کواک – هیون – اوک په نوم یوې ښځې چې لور یې له خپلو ښوونکو سره په بیړۍ کې ډوبه شوې نن په سیول کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

″زه له حکومته ډيره خپه او په قهر یم. که زما لور پيدا نه شي، د خپل د دوام تصور هم نه شم کولای.″
XS
SM
MD
LG