د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

پوتین: اکراین کې به روان بحران په دپلوماتیک ډول حل شي


د روسیې جمهور ریس ولادیمیر پوتین نن ویلي، چې د اوکراین په ختیځو سیمو کې د هغو خلکو چې په روسي ژبه خبرې کوي، د حقونو د خوندي ساتلو لپاره باید جوړجاړی وشي.

پوتین نن هیله څرګنده کړې، چې هلته روان بحران به په دپلوماتیک ډول حل شي او د هغو خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره به له پوځي قوې کار اخیستلو ته مجبور نه شي.

د روسیې جمهور ریس وویل، سره له دې چې په اوکراین کې چارواکي مشروعیت نه لري، مسکو په کییف کې له هیڅ چا سره له خبرو مخ نه اړوي.

ولادیمیر پوتین نن دا خبرې له مسکوه په هغه ځانګړې کلنۍ ټلویزیوني خپرونه کې کولې، چې په مستقیم ډول د خلکو پوښتنو ته ځوابونه په کې وايي

″که چیرې موږ په خپلو کې له درناوی کار اخلو باید د یوه بل دا حق هم په رسمیت وپيژنو چې د انتخاب خپلواکي لرو.

د اوکراین خلک باید د هغو خلکو د رایې درناوی وکړي چې په کریمیا کې اوسي.

بله خبره دا چې روسیه تل د اوکراین ترڅنګ ولاړه وه او هلته به وي.″


په دې پروګرام کې یو شمېرخلکو د ویډيويي پيغامونو په لارې، له جمهور ریس پوتینه مننه وکړه چې کریمیا یې د روسیې د خاورې برخه کړه.

په عین حال کې نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشرې کاترین اشټن په جنیوا کې سره وکتل او د اوکراین د وضعیت په اړه یې خبرې کړې دي.

دوی به نن به د اوکراین او روسیې د بهرنیوچارو له وزیرانو سره خبرې وکړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو موقت وزیر جنیوا ته له رسیدو سره سم وویل، چې له مسکو به غوښتنه وکړي چې په اوکراین کې د تروریستي فعالیتونو له ملاتړه لاس واخلي او له ګډ سرحده خپل څلویښت زره عسکر په شا کړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو موقت وزیر زیاته کړه، چې دوي له روسیې سره خبرو ته تیار دي، خو روسیې ته دا حق نه ورکوي چې پر اوکراین خپلې غوښتنې تحمیل کړي.
XS
SM
MD
LG