د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

اماراتو تاييد کړه، چې اغاجان معتصم يي نظر بند کړی دی


د متحده عربي اماراتو چارواکو پرون وويل، چې د طالبانو يو مهم مشر يې په خپل کور کې نظربند کړی دی.

د اماراتو د حکومت له لوري د اغا جان معتصم نظربندول د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د سولې هلوځلو ته ګوزار بلل کېداي شي.

اغا جان معتصم، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د ماليې وزير و، په وروستيو کې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو له لوري د سولې په خبرو کې د يوه مطرح شخصيت په توګه راڅرګند شوي و.

د متحده عربي اماراتو د چارواکو تردې اعلان مخکې پرون د افغانستان د سولې عالي شورا وويل، چې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د معتدل مشر ملا غا جان معتصم د نيول کېدو په علت نه پوهېږي.

دې شورا په يوه اعلاميه کې وويل، چې د متحده عربي اماراتو له حکومت سره يې تماس نيولي او غوښتنه يې ورڅخه کړې چې ښاغلي معتصم خوشې کړي.

د سولې د عالي شورا د بهرنيو اړيکو د کميسيون غړي محمد اسماعيل قاسميار ازادي راډيو ته وويل، چې دوي تر اوسه نه پوهېږي چې مولوي معتصم په څه خاطر نيول شوی دی:

"موږ د افغانستان د دغه ورور او دوست هېواد له چارواکو، چې پرې باوري يو چې د افغانستان په وړاندې ښه نيت لري، غواړو چې د اغا جان معتصم نظربندي يا پر تګ راتګ بنديز ژر تر ژره پای ته ورسوي."

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دوي او افغان حکومت د اماراتو له حکومت سره په دې تړاو تماس نيولی او له اماراتو يې غوښتي چې د مولوي معتصم د ستونزې په اواري او د محدوديتونو په لیرې کولو کې په بېړه اقدام وکړي.

د سولې عالي شورا وايي، چې اغا جان معتصم په اماراتو کې په خپل کور کې نظر بند دی. څه باندې يوه اوونۍ پخوا معتصم په دوبۍ کې بې درکه شو خو ايله اوس څرګنده شوه چې نوموړي د متحده عربي اماراتو له لوري نيول شوی دی.

اغا جان معتصم پخوا په ترکيه کې اوسېده خو د سياسي چارو يو افغان کارپوه احمد سعيدي وايي، ترکيې نوموړي د افغان طالبانو په غوښتنه له خپلې خاورې وايست:

"کله چې د ترکانو الوتکه په لوګر کې ولوېده او ۸ تنه ترکان اسير شول، ترکيې د طالبانو مشرانو ته مراجعه وکړه، د طالبانو مشرانو ورته وويل، چې په دې شرط دا اته تنه ورپرېږدي چې ملا غا جان له خپلې خاورې وباسي او وېزه ورنه کړي."

د ښاغلي سعيدي په باور د امارتو حکومت هم د طالبانو په غوښتنه معصم نيولي دي. د متحده عربي اماراتو حکومت د اغا جان معتصم د نيولو د علت په اړه له څه ويلو ډډه کړې ده:

"طالبانو د اماراتو ته وويل چې زموږ دوست هيواد ياست او خبرداري يې هم ورکړ، اماراتو هم له معتصم اغا جان وېزه واخيسته او اوس د پوليسو تر نظارت لاندې دي ځکه چې وېزه نه لري."

د سولې عالي شورا، چې تېره مياشت يې په دوبۍ کې له مولوي معتصم سره وکتل او دا يې د تاسيس له پيله تراوسه يوازينۍ بريا ګڼل کېږي، هيله څرګنده کړې چې متحده عربي امارات به له افغانستان سره د دوه اړخيزو همکاريو په برخه کې خپلو ژمنو ته په پام سره مولوي معتصم ژر تر ژره خوشې کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا په وينا مولوي معتصم د افغانستان د سولې په بهير کې مهم مرستندوي رول لوبوي.
XS
SM
MD
LG