د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

افغان حکومت د ایران له خوا د ۴ افغانانو په اعدامولو خواشنیي وښودله


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د افغان زندانیانو په اعدامیدو اندیښنه وښوده او ویې ویل د ایران حکومت مخکې له مخکې د دې کسانو د اعدام په اړه افغان حکومت ته خبر نه و ورکړی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني ازادي راډيو ته وویل چې؛ ایران په اصفهان کې څلور افغانان د حمل په شپږ ویشتمه نېټه د مخدره موادو د قاچاق په جرم اعدام کړي دي.

ښاغلي مستغني وویل چې، د افغانستان حکومت په بیا بیا له ایراني حکومته غوښتي وو؛ چې په اعدام د محکومو افغان زندانیانو سزا دې عمر بند ته راټیټه کړي؛ خو بیا هم افغان زندانیان اعدام شوي دي:

"د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په بیا بیا خپله اندیښنه ایراني لورې ته ښودلې او له هغوی نه یې غوښتي چې؛ په هغه هېواد کې په اعدام د محکوم شویو افغانانو سزا دې په ابدي بند باندې واړوي؛ خو له بده مرغه دا ځل هم موږ د دې شاهدان یو چې؛ په ایران کې څلور افغانان په اعدام محکوم شوي او اعدام شوي دي."

بلخوا تخار ولایت چارواکو د سیمه ییزو خلکو له قوله ویلي چې؛ ایران شپږ تنه چې د همدې ولایت اوسیدونکي دي اعدام کړي دي.

ایران پخوا هم وخت په وخت په لسګونو افغانان چې اکثره یې د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي؛ په خپلو زندانونو کې اعدام کړي دي.

د ایران د دې کار پر ضد د افغانستان د مختلفو ولایتونو خلکو مظاهرې هم کړي.

بل خوا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تایید کړه چې؛ ایران د نویو اعدام شویو کسانو جسدونه تراوسه افغانستان ته نه دي سپارلي.

مستغني وویل، هڅې روانې دي چې دا جسدونه افغانستان ته وسپارل شي.

د افغان زندانیانو د اعدام درول هغه غوښتنه ده چې؛ د افغان دولت تقریباً هر دولتي پلاوي ایران ته په خپل سفر کې د دې هېواد له چارواکو کړې؛ خو ایرانیو چارواکو پرې غوږ نه دی ګرولی.

خو داځل د افغانستان حکومت غواړي چې د افغان زندانیانو د اعدام مخنیوی د افغانستان او ایران ترمنځ د هغه تړون یوه برخه کړي؛ چې اوس پرې کار روان دی.

ښاغلي مستغني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت غواړي چې؛ دې ستونزې ته د دایمي حل لپاره په ایران کې د میشتو افغانانو د نه اعدامیدو مساله د دواړو هېوادونو ترمنځ د جامع همکاریو په تړون کې چې په راتلونکې کې لاسلیک کیږي؛ شامله کړي.

موږ غواړو چې په هغه تړون کې واضحه شي چې؛ هغه افغانان چې د ځینو جرایمو له امله په ایران کې په اعدام محکوم کیږي؛ د هغوی د اعدام سزا په عمر بند واوړي."


تر اوسه معلومه نه ده چې، ایا د ایران حکومت به په یاد تړون کې د افغانستان دا غوښتنه ومني.

د دې تړون مسوده د ایران له خوا افغانستان ته سپارل شوې او اوس پرې افغان حکومت کار کوي.

خو ځینې کتوونکي وايي، ایران او ځینې نور ګاونډي هېوادونه له افغانستان سره په خپلو ژمنو او تړونونو ډیر کم عمل کوي.
XS
SM
MD
LG