د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

نور: د لومړنیو نتایجو اعلان ته دیرش فیصده کار پاته دی


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون معلومات ښیي چې؛ د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو نتایجو اعلان ته یوازې دیرش فیصده کار پاته دی.

د افغانستان خلک د ولسمشرۍ انتخاباتو نتایجو ته شیبې شمیري، خو کمیسیون د قانوني پړاو د پوره کېدو لپاره د خلکو د زغم غوښتنه کوي او وايي د لومړنیو پایلو اعلان ته ورنژدې شوي دي.


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیو ن وایي؛ ټول کارونه یې د قانوني مهال ویش سره سم پر مخ روان دي او وایي د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړني نتایج اعلان ته تقریباً آماده دي.

د دغه کمیسیون ویاند نور محمد نور دغه خبره له آزادي راډیو سره په خبرو کې وکړه.

کمیسیون وايي، د هغه مهال ویش له مخې چې دوی شاوخوا یو کال وړاندې له رسنیو سره شریک کړی و؛ باید د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې د ثور پر څلورمه نیټه اعلان شي.

د دغه کمیسیون معلومات ښیي چې له ولایتونو څخه مرکز ته د نتایجو د پاڼو راټولول د اپریل پر پنځلسمه نېټه پای ته رسیدلي او اوس باید لومړی د فیصدۍ پر اساس او بیا په عمومي ډول لومړنۍ پایلې اعلان شي.

بلخوا لومړنیو قسمي نتایجو ته په کتو داسې ښکاري چې؛ ښایي د افغانستان د ولسمشرۍ مخکښ کاندیدان ولسمشرۍ ته د رسېدو لپاره پنځوس جمع یو رایې پوره نه کړې او همدا د انتخاباتو د دوهم دور احتمال ډیروي.

په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم دا ګمانونه نه ردوي؛ خو زیاتوي چې، که انتخابات دوهم دور ته ولاړ شي، نو ښایي له تخنیکي اړخه کمیسیون ونشي کولی پر خپل ټاکلي وخت انتخابات وکړي.

د انتخاباتو د قانون له مخې دوهم دور انتخابات باید د لومړي دور د وروستیو نتایجو تر اعلان دوې اونۍ وروسته تر سره شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ لس فیصده نتیجه د شپږ ویشتو ولایتونو د شمېرل شویو پنځه سوه زره رایو څخه راوتلې ده چې؛ له مخې یې عبدالله عبدالله د یو څلویښت اعشاریه نهه فیصده رایو او اشرف غني احمدزي د اوه دیرش اعشاریه شپږ فیصده رایو په اخستلو سره په ترتیب سره په لومړي او دوهم کتار کې دي.

که چېرې په لومړني دو کې د ولسمشرۍ لپاره معیار پوره نه شو؛ نو ښایي دغه دوه کاندیدان په دوهم دور انتخاباتو کې سیالي سره وکړي.
XS
SM
MD
LG