د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

دځینو وکیلانو پرله پسې غیرحاضري د جرګې کارونه له خنډ سره مخ کړي


د ولسي جرګې د شپاړلسم تقنیني دور د څلورم کال له پیل نه شاوخوا یوه نیمه میاشت تیریږي، خو یادې جرګې په دومره موده کې یواځې یو قانون تصویب کړی.

ځینې وکیلان شکایت کوي چې؛ یو شمېر وکیلان په شخصي یا نورو سیاسي کارونو بوخت دي او د هغوی د غیر حاضرۍ له امله د جرګې کار له خنډ سره مخ شوی.

د دوی په وینا ځینې وکیلان د وکالت له پاسپورت نه استفاده کوي او د دې پرځای چې خپلې وظیفې ته راشي؛ په بهر کې خپله سوداګرۍ کوي.

د ولسي جرګې غړي څارنوال عبدالروف ازادۍ راډیو ته وویل؛ په وروستیو کې نږدې پنځه څلویښت فیصده وکیلان غیرحاضر وي:

"په دومداره توګه په تالاره کې پنځه څلوویښت فیصده وکیلان نه وي موجود، اساسي علت یې دا دی، افغانانو داسې کسان انتخاب کړي چې؛ اکثره ملي سوداګر دي او هغوی له پارلماني مصوونیت او له سیاسي پاسپورټ نه په خپله سوداګرۍ کې ګټه اخلي او په بهرکې سوداګرۍ کوي."

یو بل وکیل حاجي غلام سخي مشواڼی وايي؛ هغه وکیلان چې په دوامداره توګه غیر حاضر دي، په اصل کې د ولس رایو ته درناوی نه کوي:

د دې جرګې په عمومي غونډه کې هم د وکیلانو په غیر حاضري باندې زیات بحثونه وشول او حاضرو وکیلانو له اداري هییت نه په دې برخه کې د وروستۍ پریکړې غوښتنه کړې.

یوشمېر وکیلان د جرګې له اداري هییت غواړي چې؛ باید دغیر حاضرو وکیلانو په اړه جدي او قاطع تصمیم ونیسي.

زمرک پادخوابي وايي:

"ولسي جرګه دې په دې برخه کې وروستی تصمیم ونیسي؛ ترڅو وکیل صاحبان مجبور شي چې؛ خپلو وظیفو ته راشي او که بیا هم نه راتلل نو ولسي جرګه دې په دې اړه خپل تصمیم نهايي کړي.

د دې جرګې ادارهییت وايي، د داخلي اصولو او وظایفو له مخې اداري هییت کولای شي دغیر حاضرو وکیلانو معاشونه کم کړي او هم یې نومونه په رسنیو کې اعلان کړي او له هغه پورته صلاحیت نه لري.

د دې جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان ازادۍ راډيوته وویل چې؛ په تېره اونۍ کې یې د هغو دېرشو وکیلانو نومونه له ملي تلویزون څخه اعلان کړل؛ چې پنځه پرلپسې ورځې غیر حاضر وو.

"هغه صلاحیتونو چې اداري هییت ته ورکړل شوي؛ د کورنیو اصولو او وظایفو له مخې د دوو شیانو صلاحیتونونه دي، اول داچې که چېرې یووکیلان پنځه ورځې پرلپسې ډول غیر حاضري وکړي؛ نومونه یې په رسنیوکې خپره و او بل دا چې هغه ورځې چې غیر حاضر و معاشونه یې په ورځو باندې ویشو دغیر حاضرۍ دورځې معاشونه ورنه کمه وو."

ښاغلي عرفان زیاته کړه د غیر حاضرو وکیلانو نومونه یې د دوی ولایتونو ته مکتوبي استولي؛ ترڅو د سیمه ییزو رسنیو له لارې خپاره او د خپل ولایت خلک پرې لا ډير خبر شي.

راپور:رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG