د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

د افغان خبریال سردار احمد ژوند او کار ته کتنه


فرانس پرس اژانس نن په کابل کې د خپل خبریال سردار احمد د یاد او درناوي لپاره په یوه ځانګړي رپوټ کې د هغه کار بېلابېلو اړخونو او ژوند ته کتنه کړې ده.

http://blogs.afp.com/correspondent/?pages/tribute-page-sardar-ahmad

خبریال سردار احمد، د هغه میرمن او دوه ماشومان یوه میاشت مخکې د [March 20] پر سرینا هوټل د وسله والو طالبانو په حمله کې ووژل شول.

په کابل کې د فرانس پرس د سیمه يیز دفتر مشر بن شیپرد ویلي، چې سردار احمد د پينځو ستورو ژورنالیست وو.

بن شیپرد ویلي، سردار احمد په خپلو خلکو کې ښه پيژندل شوی او د ژورنالیزم اساساتو ته متعهد سړی وو.

دوي په افغانستان د خبریالانو د امنیت په اړه اندیښنه ښودلې او وايي، چې د دې وضعیت دوام د بیان د ازادۍ وده او معلوماتو ته د خلکو لاس رسي محدودوي.

فرانس پرس په داسې حال کې د خپل خبریال د وژل کیدو تلین لمانځي چې په نیویارک کې د خبریالانو د ملاتړ نړېوالې ادارې په نوي رپوټ کې افغانستان د ژورنالیستانو لپاره د نړۍ په دریارلسو خطرناکو هېوادو کې راوستی دی.

د نړۍ د دیارلسو خطرناکو هېوادو د لست په سر کې عراق دی، ورپسې سومالیا، فلیپين او سوریه راغلي دی.

په نیویارک کې د [Committee to Protect Journalists] ادارې د څيړنې پراساس، افغانستان د ژورنالیستانو لپاره شپږم خطرناک هېواد دی.

دا اداره وايي، په لست کې هغه هېوادونه شامل شوي چې هلته د ژورنالیستانو په وړاندې پر تشدد سترګې پټې شوې، تحقیق نه دی شوی او نه هم څوک په دې اړه مجازات شوی دي.

http://www.cpj.org/reports/2014/04/impunity-index-getting-away-with-murder.php

د خبریالانو د ملاتړ اداره وايي، په عراق کې د ژورنالیستانو پرضد د تشدد له سلو پيښو د یوې په اړه هم تحقیق نه دی شوی او نه یې عاملینو ته سزا ورکړ شوې او له دې امله عراق د تر ټولو خطرناکو هېوادو په سر کې راغلی دی.

د خبریالانو د ملاتړ ادارې ویلي، د تشدد شپږ نوي فیصده قربانیان هغه سیمه يیز ژورنالیستان دي چې په خپلو هېوادو یې پر سیاسي مسایلو، جګړه او فساد رپوټونه جوړ کړی وو.

پاکستان د نړۍ د دیارلسو خطرناکو هېوادو په منځ کې نهم ځای نیولی دی.

په پاکستان کې د ژورنالیستانو پرضد د تشدد وروستۍ پيښه د یوه خصوصي ټلویزیون جیو نیوز [Geo News] پرکارکونکي حامد میر وسله والې حمله وه.

په اسلام اباد کې خبریالانو په یوه اعتراضي لاریون کې له خپل حکومته د امنیت غوښتنه وکړه او د امریکا جمهور ریس بارک اوباما په پاکستان کې پر خبریالانو حملې وغندلې.

هند د خبریالانو لپاره د نړۍ د دیارلس خطرناکو هیوادو د لست په پاي کې راغلی دی.
XS
SM
MD
LG