د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

احمدزی: د قسمي نتایجو رایو ته باید د پاکو رایو کلمه استعمال نه شي


د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو په شریکول کې په جانبدارۍ تورن کړ.

هغه د انتخاباتو کمېسیون په چارواکو غږ وکړ ترهغه چې لومړني نتایج نه وي اعلان شوي د قسمي نتایجو رایو ته باید د پاکو رایو کلیمه استعمال نه شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د اشرف غني له خوا لګول شوي جانبدارنه تور رد کړ او وايي، هغه رایو ته د پاکو رایو کلیمه کارول شوې چې جدي ستونزه یې نه درلودله.

د انتخاباتو کمېسیون تېره ورځ د قسیمي نتایجو د نږدې پنځوس فیصده رایو پایلې اعلان کړې، چې عبدالله عبدالله په لومړي مقام کې اشرف غني احمدزي دویم مقام ترلاسه کړی و.

د جمهوري ریاست کاندید ډاکټر اشرف غني تور پورې کړ، چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو په شریکولو کې جانبدارنه عمل کوي.

که څه هم ښاغلي احمدزي ونه ویل، چې یاد کمېسیون د چا پلوي کوي هغه د کمېسیون په چارواکو له دې کبله هم انتقاد وکړ، چې د قسمي نتایجو په اعلان کې پاکو رایو کلیمه کارولې ده.

ډاکټر اشرف غني احمدزي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، قسمي نتایجو ته باید بېلې شوې رایې وویل شي:

″له محترم کمېسیونه زموږ غوښتنه دا ده بېله دې چې رایې بېلې شي نور اعلانات ونه کړي دا فکرونه ګډوډوي دا مهمه ده چې د افغانستان خلک په اعتبار مخکې ولاړ شي ،ځکه زموږ او ستاسو ټولو دنده د امنیت ساتنه ده.″

تېره ورځ د انتخاباتو کمېسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نږدې پنځوس فیصده رایو قسمي نتایج اعلان کړل، چې عبدالله عبدلله د ۴۴،۴ فیصده رایو په خپلولو سره لومړی مقام اشرف غني احمدزي د۳۳،۲ رایو په ترلاسه کولوسره دویم مقام خپل کړی و.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هغه رایو ته دوی پاکې رایې ویلی شي چې کومه جدي ستونزه ونه لري.

د دې کمېسیون ویاند نورمحمد نور ازادۍ راډيو ته ویل:

″هغه رایې چې سسټم پروسس کړي هغو رایو ته موږ پاکې رایې او هغه رایې ورته ویلای شو چې کومه جدي ستونزه ونه لري او سسټم یې پروسس کوي موږ چې کوم معلومات شریکه وو د ټول افغانستان لپاره دي، زه دغه خبره نه تاییدوم چې کمېسیون کوم کس سره ځانګړي معلومات شریکه وي.″

بل خوا د جمهوري ریاست یوه بل کاندید عبدالله عبدالله په قسمي نتایجو کې د لومړي مقام ګټلو څخه هرکلۍ کړی.

هغه رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د نور بریاوو هیله لري:

″موږ خپل مخکښتوب ومانه. ډېره د حیرانۍ خبره نه ده راته. خو موږ د یوې سترې بریا په تمه یو چې لا د لار په نیمايي کې ده او پاتې پروسه هم څارو.

هیله من یو چې پاتې پروسه هم له قانون سره سم په شفافه توګه مخته لاړه شي او په داسې یوه وخت کې به د افغانستان خلک د انتخاباتو په نسبت یو روښانه لیدلوری ولري.″


د انتخاباتو کمېسیون وايي، ټاکل شوې ډېر ژر نورې قسمي نتایج هم اعلان کړي.

د دې کمېسیون چارواکي وایي، له پخوانۍ ژمنې سره سم به د انتخاباتو لومړني نتایج د ثور په څلورمه او وروسته نتایج به د ثور په څلور ویشتمه اعلان کړي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG