د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

ستانکزی: اغاجان معتصم د سولې په بهیر کې رغنده رول لوبولای شي


که څه هم تراوسه په دقیقه توګه د آغاجان معتصم د اوسیدو ځای معلوم نه دی؛ خو د سولې عالي شورا وایي، ډیر ژر به له نوموړي سره په تماس کې شي او د سولې د ټینګښت په اړه به ورسره خبرې وکړي.

د دې شورا د دارلانشا مشر معصوم ستانکزی وایي؛ چې آغاجان معتصم اوس ازاد دی او کولای شي چې، د سولې په بهیر کې رغنده رول ولوبوي.

که څه هم طالبانو له دې وړاندې ویلي، چې معتصم د سولې په خبرو کې د دوی استازیتوب نه کوي؛ خو معصوم ستانکزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې معتصم په تېرو غونډو کې د طالبانو د مشر په استازیتوب خبرې کړي.

"ما د ده په بیانو کې هیڅ وخت نه دي اوریدلي چې؛ ویلي یې وي، زه د طالبانو د مشرله هدایت پرته کار کوم؛ ده چې همیشه خبرې کړي ویلې یې دي، چې زه د هغه استازیتوب کوم، موږ بېرته له ده سره په تماس کې کیږو؛ چې اراده یې څه ده، موږ نه یوازې له اغاجان معتصم بلکې د طالبانو له نورو مشرانو سره هم خبرو ته چمتو یو؛ ترڅو داسې جوړجاړي ته ورسیږو؛ چې په افغانستان کې د تل لپاره د جګړې اور ختم شي."

له دې وړاندې داسې راپورنه خپاره شول، چې آغاجان معتصم د کابل په هوایي ډګر کې لیدل شوی او په یوه تور شیشه یي او بې پلیټه موټر کې نامعلوم ځای ته انتقال شوی؛ خو معصوم ستانکزي دغه راپورنه نه تايید او نه رد کړل.

آغاجان معتصم د طالبانو د وخت د مالیې وزیر او په وروستیو کې په کوټه کې د طالبانو د سیاسي کمیټې مشر و؛ خو په کوټه کې له ټپي کېدو وروسته د درملنې لپاره ترکیې ته انتقال شو او په دې وروستیو کې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړې وې.

شااوخوا یوه میاشت وړاندې د سولې عالي شورا څو غړیو په دوبۍ کې د آغاجان په مشرۍ له یوشمیر پخوانیو طالب مشرانو سره خبرې وکړې.

تیره اونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې معتصم په دوبۍ کې د پولیسو له خوا نظر بند شوی دی.

خو د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر وایي، نوموړی نظر بند نه بلکې د دوبۍ د پولیسو له خوا د دې لپاره یوه خوندي ځای ته انتقال شوی و؛ چې ژوند ته یې ګواښ متوجه و.

معصوم ستانکزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ونه ویل چې؛ کومې ډلې اغاجان معتصم ته ګواښونه کول.

"ښاغلي معتصم د یو څه وخت لپاره د سولې لپاره کوښښونه پیل کړي وو؛ چون د غه هلې ځلې ګړندۍ شوې وې؛ د هغه ځای مقاماتو ته داسې راپورونه ورسیدل چې؛ د ده ژوند ته خطر متوجه دی؛ نو پولیسو یوه محفوظ ځای ته انتقال کړی و؛ اوس زما د معلوماتو په اساس کاملا ازاد دی؛ موږ خوشحاله یو چې دی په خپل وطن کې ژوند وکړي."

افغان چارواکو او کارپوهانو له دې وړاندې ویلي؛ چې د پاکستان استخباراتي کړۍ په افغانستان کې د سولې د ګډوډولو هڅې کوي او هر هغه څوک وژني یا زنداني کوي چې د سولې لپاره د زړه له تله هڅه کوي.

دوی د خپلې دې ادعا لپاره مولوي عبدالرقیب د یوه ثبوت په توګه راوړي، چې د سولې مینه وال وو او څه موده وړاندې په پاکستان کې د نامعلومه کسانو له خوا ووژل شول.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG