د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

جوبایډن به د اوکراين لپاره د اقتصادي مرستو اعلان وکړي


د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن کيېف ته رسيدلی دی او د دې سفر په اوږدو کې به دی له اوکرايني مشرانو سره خبرې کوي.

له بايډن سره په الوتکه کې يوه اداري چارواکي ويلي دي، چې مرستيال ولسمشر پلان لري چې په خپل يوه ورځني سفر کې د اوکراين لپاره د تخنيکي او اقتصادي مرستو اعلان وکړي.

دې چارواکي وويل، چې په دې مرستو کې د طبيعي ګاز د ډګرونو اغېزمنتوب اوچتولو لپاره تخنيکي مرستې او د انرژۍ سرچينې را ايستلو لپاره مرستې شاملې دي.

په اوکراين کې د انرژۍ عرضه کول له هغه وروسته ډير ګران شو، چې روسيې پر اوکراين د ګاز قيمتونه لوړ کړل.

امريکا په اوکراين کې د نويو چارواکو کلک پلوی دی. واشنګټن دا هم ويلي دي، چې د روسيې پرخلاف به نور زيات بنديزونه ولګوي که روسيه په ختيځ اوکراين کې خپلو کړنو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG