د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

اکراین کې ایترینګتن د روس پلوو بیلتون غوښتونکو له مشر سره خبرې وکړې


په اوکراین کې جوبایډن د روس پلوو بیلتون غوښتونکو له یوه مشر سره خپله لومړې غونډه وکړه

په داسې حال کې چې د اوکراین د بحران په اړه د لویدیځ او روسیې ترمنځ کړکېچ دوام لري، د امریکا د جمهور رییس مرستیال د اوکراین له لویدیځ پلوو مشرانو سره د خبرو لپاره د دغه هېواد پایتخت کېیف ته رسیدلی دی.

په عین حال کې د اروپا د امنیت او همکارې د سازمان یو استازي پرون د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بیلتون غوښتونکو له یوه مشر سره خپله لومړې غونډه وکړه.

د اروپا د امنیت او همکارې د سازمان یو منځ غړي د اوکراین په ختیځ سلویانسک ښار کې د روس پلوو بیلتون غوښتونکو له یوه مشر سره خپله لومړې غونډه وکړه.

دغه سازمان ته د هغه وروستي توافق د پلي کولو څارنه سپارل شوې، چې د اوکراین په ختیځ کې د ناارامیو د پراخیدو د مخنیوي لپاره تیره اونۍ د روسیې، اوکراین، امریکا او اروپایي اتحادیې ترمنځ په جینیوا کې وشو.

په عین حال کې د امریکا د جمهور رییس مرستیال جوبایډن له لویدیځ پلوو اوکرایني مشرانو سره د خبرو لپاره کېیف ته رسیدلی دی.

بایډن له ټولو لوی امریکایي چارواکې دی، چې د اوکراین او روسیې د بحران له رامنځ ته کېدو وروسته د اوکراین لیدنه کوي.

د اروپا د امنیت او همکارې د سازمان استازي، مارک ایترینګتن په سلویانسک کې وویل، چې په دغه ښار کې یې د روس پلوو بیلتون غوښتونکو له مشر، ویاخیسلاف پانامارییف سره پرون دوه ساعته خبرې وکړي.

خو هغه خبریالانو ته ونه ویل، چې پانامارییف او روس پلوو فعالانو به په دغو خبرو کې ژمنه کړې وي، چې د جینیوا د توافق سره سم خپله وسله تسلیموي او دولتي ودانۍ پریږدي، هغه وویل:

″موږ له ښاغلي ویاخیسلاف پانامارییف سره دوه ساعته خبرې وکړي. څنګه چې موږ پوهیږو هغه په دغه ښار کې د وسله والو ډلو یو مشر دی.

موږ د څلورو مثالو په هکله خبرې وکړې:

اول دا چې ایا دی او هغه ډلې چې مشري یې کوي د جنیوا د بیان فیصلې پلي کوي.

دوهم، دا چې د پخواني ښاروال نیلیا شتیپا په شمول بندیان چېرته دي او وضعیت یې څنګه دی. په سلویانسک ښار کې د روما یا جټانو له اقلیت سره د ناوړه چلند ادعا هم وڅیړل شوه.

څلورم، د ‌ډزو هغه پیښه چې د یکشنبې په ورځ په ښارکې وشوه.″


روس پلوو فعالانو، چې د اوکراین د ختیځ په شاوخوا لسو ښارونو کې یې دولتي ودانۍ نیولي دي ویلي دي، چې ملت پالې اوکرایني ډلې دې هم خپلې وسلې تسلیم او دولتي ودانۍ پریږدي.

روسي او اوکرایني چارواکو په دې وروستیو ورځو کې د جنیوا د توافق د نه پلي کولو تورونه پر یو بل ولګول.

بل خوا د امریکا د جمهور رییس مرستیال جوبایډن د اوکراین له مشرانو سره د خبرو لپاره کېیف ته رسیدلی.

ټاکل شوې ده چې؛ هغه به نن سې شنبې له سرپرست جمهور رییس اولیکسندر تورچېنوف، صدراعظم ارسینی یاتسینوک، او د پارلمان له غړو سره وګوري.

یو امریکایي چارواکې وویل، چې جوبایډن به د دغه دوه ورځني سفر په ترڅ کې له اوکراین سره د انرژې او اقتصاد په برخه کې تخنیکي مرستې اعلان کړي.
XS
SM
MD
LG